ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Feb 2020 - 13:38
لغمان کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Feb 2020 - 13:38

مهترلام(پژواک ۲۸ سلواغه ۹۸): په ختيځ کې ۲۰۱ سېلاب قول اردو وايي چې د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ نښته کې د يو قوماندان په ګډون ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې قول اردو چارواکي وايي چې په یاده نښته کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي د سلواغې په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، پرون ناوخته د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په منجان سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د هغه په خبره په دې نښته کې د قاري عثمان په نوم د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون ۶ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

يوسفزى وايي، نښته د وسله والو تر يوه غلچکي بريد وروسته رامنځته شوې خو ډاډ يې ورکړ چې په دې نښته کې د سيمې خلکو او امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دی رسېدلی.

د سېلاب قول اردو وياند دغه راز د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوايي برید خبر ورکړی دی.

يوسفزي وويل، دغه بريد د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د وسله والو پر يوه پټنځای ترسره شوی چې له امله یې يو تن داعش وسله وال وژل شوی دی.

وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.