د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني بنسټونه: که د انټرنېټ بیې ټيټې نه شي، د تحصن خېمې به ودروي

مدني بنسټونه: که د انټرنېټ بیې ټيټې نه شي، د تحصن خېمې به ودروي

Feb 17, 2020 - 18:57

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۸): ځينې مدني بنسټونه په افغانستان کې د انټرنټ پر لوړو بیو نیوکه کوي او وايي، که تر راتلونکې یوې اونۍ د انټرنټ بیې ۵۰ سلنه ټيټې نه شي، د تحصن خېمې به ودروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر فهیم هاشمي د سلواغې په ۱۳ مه ويلي و چې یوه جي بي انټرنټ شرکتونو ته په ۹ افغانۍ تمامېږي، خو دوی یې په ۱۸۰ افغانۍ پلوري.

د مخابراتو وزارت سرپرست، ۱۴ ورځې وخت غوښتی و ترڅو د انټرنټ بیې ټيټې کړي.

نن لسګونه مدني فعالان او یو شمېر هېوادوال د کابل په شهرنو پارک کې راټول شوي وو او په هېواد کې یې د انټرنټي بیو د ۵۰ سلنې ټيټېدو غوښتنه وکړه.

د مثبت سازمان رییس خلیل شنکر وویل، که څه هم د مخابراتو وزارت سرپرست ژمنه کړې وه چې په ۱۴ ورځو کې به د انټرنټ بیې ټيټې شي، خو تر اوسه په دې تړاو هېڅ اقدام نه دی ترسره شوی.

هغه زیاته کړه: ((لس ميلیونه انسانان چې له انټرنټ استفاده کوي، تر ستوني راغلي، بېکاري اوج ته رسېدلې او څو شرکتونه د خپل اسارت په تېغ د خلکو له جیبه پیسې غلا کوي.))

هغه وویل، مخابراتو وزارت څو ځله د انټرنټ د بیو د ټيټېدو خبر ورکړی، خو شرکتونه تر اوسه نه دي حاضر شوي چې بیې ټيټې کړي.

د نوموړي په خبره، که تر یوې اونۍ د انټرنټ بیې ۵۰ سلنه ټيټې نه شي، مدني بنسټونه به د څلورو مخابراتي شرکتونو (اتصالات، روشن، ام ټي ان او افغان بسیم) مرکزي دفترونو مخکې د تحصن خېمې ودروي.

د یادونې وړ ده چې پر یادو څلورو شخصي شرکتونو سربېره سلام دولتي شرکت هم په هېواد کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي، خو دغه شرکت د انټرڼټ بیې تر یوې اندازې ټيټې کړې دي.

شنکر د مخابراتي شرکتونو له خوا د انټرنټ پلور ظلم ګڼي او وايي چې دغه شرکتونه هېڅ ادارې او قانون ته ځواب ورکوونکې نه دي.

د دې اعتراضي ناستې ګډونوالو یو پرېکړه لیک ولوست چې په کې راغلي، خلک د انټرنټ  له کیفیت او فعالیت څخه خوښ نه دي او د انټرڼټ بیې د عمده پلور ۲۰ برابر لوړې دي او دا د زغم وړ نه ده.

سرچینې لیکلي: ((مخابراتي فعالیتونو ته لاسرسی او په ټول هېواد کې انټرنټ سخت او ان د مرکزي ولایتونو په ولسوالیو کې مشروط او د حکومت د مخالفو ډلو په فرمایش وړاندې کېږي.))

سرچینې ادعا کړې چې ځينې مخابراتي کمپنۍ د مصرفي کارت پیسې په مختلفو پلمو غلا کوي.

دغو بنسټونو د افغانستان له حکومته د ټولو مخابراتي فعالیتونو او انټرنټ د کیفیت د لوړېدو او دغه راز د ټولو مخابراتي فعالیتونو او انټرنټ د بیو د ټيټېدو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند سید حامد منصور له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې د مخابراتو وزارت د بیو د ټيټېډو او تعیین لپاره ۱۴ ورځې وخت غوښتی و، خو ویې ویل، له دې امله چې مخابراتي شرکتونو د څېړنو لپاره ډېر وخت غوښتی، بیې نه دي ټيټې شوې.

هغه زیاته کړه، د راتلونکې اونۍ تر پایه یې مخابراتي شرکتونو ته تازه وخت ورکړی دی چې بیې ټيټې کړي.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې د مخابراتي شرکتونو تر ځنډ او ارزونو وروسته به د انټرنټ بیې ټيټې شي.

منصور وویل: ((که مخابراتي شرکت د انټرنټ پرچون بیې ټيټې کړي، مخابراتو وزارت به یې عمده بیې هم ټيټې کړي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking