ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د سياسي جوړ جاړي او اوربند لپاره د تاوتريخوالي کمول اړين دي

ملګري ملتونه: د سياسي جوړ جاړي او اوربند لپاره د تاوتريخوالي کمول اړين دي

author avatar
17 Feb 2020 - 10:41
ملګري ملتونه: د سياسي جوړ جاړي او اوربند لپاره د تاوتريخوالي کمول اړين دي
author avatar
17 Feb 2020 - 10:41

 

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨): د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي ، دوامداره اوربند او د باور فضا رامنځته کولو لپاره د تاوتريخوالي کمول مهم او اړين دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټينو ګوټريز دغه څرګندونې پرون ماښام په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي د افغان کډوالو په اړه په يوه نړيوال کنفرانس کې دګډون په موخه وړمه ورځ اسلام اباد ته رسېدلى او هلته يې د افغان کډوالو له استازو سره هم ليدلي دي.

هغه له پاکستان څخه مننه وکړه، چې په تېرو ٤٠ کلونو کې يې افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې ځاى ورکړى او هر ډول اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي.

د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل، چې  له نږدې څخه د افغان سولې پروسه تعقيبوي.

ده زياته کړه، د افغان شخړې هر اړخيزه هوارى د ټولو په ګټه دى، د خلکو ژوند په کې ژغورل کېږي او د دوامداره پرمختګ لپاره يو ښه چانس دى.

انټينو ګوټريز هيله څرګنده کړې چې د سولې خبرې اترې به د تاوتريخوالي کمولو ته لاره هواره کړي، څو ملکي وګړي خوندي پاتې شي.

هغه ويلي : (( په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي، دوامداره اوربند او د باور فضا رامنځته کولو لپاره د تاوتريخوالي کمول مهم او اړين دي.))

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې دا ډول حالاتو رامنځته کېدو سره افغان کډوالو ته دا چانس ورکوي چې په سوله ييز  ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

خو هغه په ډاګه کړه چې د افغان کډوالو د ستنولو يواځينۍ لاره په خپله خوښه ستنېدل دي.

انټينو ګوټريز په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه او ويې ويل چې په دې پروسه کې سيمه ييز اجماع رامنځته کول خورا اړين دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.