ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لسګونه عالمان او ملا امامان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ شول

هلمند کې لسګونه عالمان او ملا امامان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ شول

author avatar
17 Feb 2020 - 15:48
هلمند کې لسګونه عالمان او ملا امامان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ شول
author avatar
17 Feb 2020 - 15:48

لښکرګاه (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨): په هلمند ولايت کې د لومړي ځل لپاره پنځوس ديني عالمان او ملا امامان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو څخه فارغ شول.

 د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته هلمند ولايت کې د توحيد، ټولنيزو او پرمختيايي چارو موسسې مشر وحيدالله الفت وويل چې د ولايتي ادارې په همکارۍ يې ديني عالمانو او د جوماتونو د ملا امامانو لپاره د کمپيوټر او انګليسي ژبې د زده کړو شپږ مياشتنى کورس برابر کړى و.

هغه وايي: (( په دې شپږ مياشتو کې دې ديني عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو کمپيوټر ښه زده کړى او په انګليسي هم روانې خبرې کوي.))

دغه راز له ياد پروګرام څخه يوه تن فارغ شوي ديني عالم حميدالله پژواک ته وويل چې ياد پروګرام د دوى لپاره خورا ګټور و.

هغه زياته کړه: ((اوس په انګليسي ښه خبرې کوم او کمپيوټر مې هم زده دى، دغه پروګرام زموږ د علميت په لوړولو کې موږ سره ډېره مرسته وکړه او نور يې هم کوي.))

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په راتلوونکي کې هم بايد ورته پروګرامونه د دوى لپاره جوړ شي.

همدارنګه د هلمند د حج او اوقافو رييس محمد داوود مدقق وويل چې اوس هم په ولسواليو کې ډېرى کسان د انګليسي ژبې زده کړه کفر بولي او له ټکنالوجۍ سره بلدتيا نه مني.

هغه زياتوي: ((موږ د همدې لپاره ديني عالمانو او ملا امامانو ته د کمپيوټر او انګليسې زده کړې ورکړې، ترڅو خلک يې په اهميت وپوهوي.))

د غونډې په پاى کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې له روان کړکېچ څخه د خلاصون يواځنۍ لار له نوى ټکنالوجۍ سره د ديني عالمانو او بيا د خلکو بلدتيا ده.

دى وايي: ((که چېرې خلک په عصري علومو پوه شي، نو بيا په اسلام هم ښه پوهيږي او هم يې له هېواد سره مينه پيدا کيږي.))

د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې ډېرى اوسېدونکي يې د زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.