ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د يوې غونډې ګډونوالو د امريکا او طالبانو له موافقې ملاتړ وکړ

په خوست کې د يوې غونډې ګډونوالو د امريکا او طالبانو له موافقې ملاتړ وکړ

author avatar
17 Feb 2020 - 15:32
په خوست کې د يوې غونډې ګډونوالو د امريکا او طالبانو له موافقې ملاتړ وکړ
author avatar
17 Feb 2020 - 15:32

خوست ښار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۸): د خوست يو شمېر قومي او مذهبي مشران، مدني فعالان او ځوانان په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه لري، چې له جګړې دې لاس واخلي، څو د افغانانو د وينې توېيدو مخه ونيول شي.

هغوی چې د سلواغې په ٢٨مه،يوې ولسي غونډې ته خبرې کولې، د امريکا او طالبانو ترمنځ له هغې موافقې هم ملاتړ څرګند کړ چې له مخې به يې د اوو ورځو لپاره په افغانستان کې تاوتريخوالی کموي.

دوی په جنګ کې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې له بمي او ځانمرګو بريدونو، له هوايي او ځمکنيو عملياتو لاس واخلي.

د غونډې ګډونوالو د تاوتريخوالي د کمېدو او د دايمي اوربند د غوښتنې ترڅنګ د هغوی ډېر ټينګار دا و، چې افغان حکومت دې د سولې د ټينګښت لپاره په افغانستان کې ملي اجماع رامنځته کړي.

د يووالي او بدلون کاروان په نوم د يو ټولنيز بنسټ مشر عبدالولي واحدزي وويل چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يو حساس پړاو ته داخلې شوې دي او د بريالي کېدو چانس يې ډېر دی.

د هغه په وينا، اوس افغانان بايد له دې چانس څخه اغېزمنه ګټه واخلي، کنه بيا به هيڅکله دا موقع په لاس ور نه شي.

دی وايي: ((موږ په حکومت باندې غږ کوو چې خپل ټول اختلافات له سياسونو سره او په سياسيونو غږ کوو چې خپل ټول اختلافات له حکومت سره يوڅنګ ته پرېږدئ، په دې ملي پروسه کې  ټول سره يو شئ. ترڅو چې افغانان خپلو کې سره جوړ نه شي، والله که سل کاله نوره هم سوله راولې.))

قومي مشر توريالي منګل هم غونډې ته په خپلو خبرو کې له ښکېلو ډلو په ځانګړي ډول له افغان حکومت څخه وغوښتل چې خپل منځي اختلافات له منځه يوسي، ځکه په وينا يې چې افغانان نور د وينې توېيدو وس نه لري.

هغه زياته کړه: ((سوله په دې ډول نه کيږي چې هر څوک دې خپلو امتيازاتو باندې ټينګار کوي او هر څوک دې وغواړي چې خپل امتيازات لاسته راوړي. سوله کې به يو څه له لاسه ورکوې او يو څه به حاصلوې.))

د ګل نواز په نوم يو بل قومي مشر بيا غونډې ته وويل چې په اووه ورځني موقت اوربند بايد بسنه ونه شي، بلکې ددې لپاره چې هېواد کې روان جنګ پاى ته ورسول شي، ښکېلې ډلې دې په اوږد مهاله اوربند کار وکړي.

هغه زياتوي: ((مذاکرات دې بين الافغاني شي او مطلق اوربند دې وشي، دا نه چې د اوو ورځو اوربند وي. غوښتنه مو دا ده چې اوږد مهاله اوربند دې وشي، که نه دا د دواړو ډلو په تاوان دی.))

دوی داسې مهال پر افغان حکومت، امريکا او وسله والو طالبانو د سولې او اوربند غږ کوي، چې د قطر په دوحې کې د امريکا او طالب مشرانو ترمنځ د سولې هوکړې وروستي پړاو ته نږدې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.