ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژل شوي

په کندوز کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژل شوي

author avatar
17 Feb 2020 - 16:10
په کندوز کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژل شوي
author avatar
17 Feb 2020 - 16:10

کندوز ښار (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨): د کندزو ښار په مرکز کې د طالبانو په یوه برید کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري نن پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د کندوز ښار په سه درک پوسته ډله ییز برید کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي، درې نور ټپیان او دوه هاموې ټانکونه یې سوځول شوي دي.

د کندوز ښار يوه اوسېدونکي احمد کمال هم یاده پېښه او مرګ ژوبله تایید او زیاته یې کړه چې طالبانو د امنیتي سرتېرو دوه ټانکونه هم سوځولي دي.

نوموړي پژواک ته وویل: ((ټوله شپه جګړه وه، موږ واورېدل چې په پوسته کې تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.))

بلخوا ۲۱۷ پامېر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کندوز ښار کې د ملي اردو پر پوسته د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د کومکي سرتېرو تر رسېدو او هوايي بریدونو وروسته افغان امنیتي سرتېرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.  دغه راز یو شمېر طالبان ټپیان او ځينې نور له سیمې تښتېدلي دي.

پامېر قول اردو ویلي چې له بده مرغه په دغه برید کې د ملي اردو پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی. د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد ویلي چې په دغه برید کې ۱۹ دولتي سرتېري وژل شوي او څلور نظامي موټر له منځه وړل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.