ښرنه (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٨): د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر د مشر په شخصي لګښت د دغه ولايت له سلګونو بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان ګټوازي د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه يې د مرکز ښرنې ترڅنګ په ګومل، برمل او خيرکوټ ولسواليو کې پر درې سوه کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي او دغه لړۍ روانه ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، لوبيا او ځينې نور خوراکي توکي شامل دي.
ده زياته کړه: ((دغه مرستې زه له خپله جيبه کوم، دغه کسان د سيمه ييزو شوراګانو له خوا راته په نښه شوي او مرستې ورسره ترسره کيږي.))
دغه راز يوتن مرسته اخيستوونکي جهانباز وويل چې د ژمي او بې کارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى.
هغه زياته کړه: ((هر کس ته يې د اووه زره افغانيو په اندازه خوراکي توکي ورکړل، کور يې ودان موږ ترې خوشحاله يو.))
همدارنګه يو بل مرسته اخيستوونکي محمد نيسم وويل چې د ملي سوداګرو له لوري ددغه شان مرستو ترسره کول، بېوزله خلک نورو ته د لاس له اوږدلو څخه ژغوري.
ده پر نورو سوداګرو هم غږ وکړ چې له بيوزلو خلکو سره مرستې ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن