ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې خلک د هدیرو ځمکې غصبوي

جلال اباد کې خلک د هدیرو ځمکې غصبوي

author avatar
18 Feb 2020 - 10:38
جلال اباد کې خلک د هدیرو ځمکې غصبوي
author avatar
18 Feb 2020 - 10:38

جلال اباد (پژواک، ٢٩ سلواغه ۹۸): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، د ځمکو له غصب وروسته اوس په دغه ښار کې د هديرو او قبرونو د غصب لړۍ پيل شوې ده.

دوی وايي، خلک دا چاره له دې وېرې کوي چې د کورنۍ د غړي د مړينې پر مهال به ورته د قبر لپاره ځای نه پيدا کېږي؛ نو ځکه له هغه مخکې د خپلوانو د قبرونو څنګ ته جعلي قبرونه جوړوي او ځمکې يې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

يو له دغو هديرو چې ډېره ځمکه يې د قبرونو په نوم غصب شوې، د جلال اباد ښار لوېديځې څنډې ته پرته د مقام خان هديره ده چې د جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو خلک په کې مړي دفن کوي.

په دې هديره کې ډېرو خلکو د يو اصلي قبر ترڅنګ له ډېرې ځمکې کټاره تاوه کړې وي او جعلي قبرونه يې په کې جوړ کړي چې د اړتيا پر مهال په کې د خپلې کورنۍ غړي خښ کړي.

ځايي خلک او د جلال اباد ښار اوسېدونکي دا کړنه ناسمه ګڼي او له ولايتي مسوولينو غوښتنه لري چې د دې چارې مخه دې ونيسي.

د دوی له ډلې جواد خان وايي: ((دلته داسې خلک شته چې قبرونه يې کښلي دي، تش يې پټ کړي دي او بيا يې په خلکو خرڅوي، ډيرو خلکو بيا د خپل يوه مړي ترڅنګ کټارې تاوې کړي او ځمکه يې نيولې ده.))

يو بل ځايي اوسېدونکی اول ګل وايي، ډېر کله داسې هم شوي چې د يو چا د مړي لپاره حتی د يوه قبر ځای په اسانۍ نه پيدا کېږي، بيا مجبور دي چې قبر په بيه واخلي.))

ديني عالمان هم دا چاره د اسلامي شريعت خلاف عمل ګڼي او ټينګار کوي چې خلک او حکومت بايد د دې ډول ناوړه کارونو مخه ونيسي.

مولوي حبيب الله جلال ابادي پژواک ته وويل، لکه د عادي ځمکې غصب د قبر لپاره د ځمکې نيول هم غصب او د اسلامي اصول خلاف عمل دی.

خو د جلال اباد ښاروالۍ د ساختماني چارو امر مسعود رحيمي وايي، دوی ته تر اوسه په دې تړاو کوم شکايت نه دی ورغلی چې ګواکې د قبرونو په نوم ځمکې غصبېږي.

دی ډاډ ورکوي چې نږدې وختونو کې به جلال اباد ښار کې د هديري په برخه کې د خلکو د ستونزې د حل لپاره يوه لويه ځمکه ځانګړې او هديره به په کې جوړه شي.

هغه زياته کړه: ((زموږ او د اراضۍ ادارې ترمنځ مکتوبونه لاسليک شوي، د بهسودو بحراباد کې ۲۵۰ جريبه ځمکه او د نهمې ناحيې اړوند ۱۸۰ جريبه ځمکه هديرې ته ځانګړې شوې ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.