ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: ستره ننګونه خبرو ته د افغان مخالفو ډلو له یو بل سره کېنول دي

خليلزاد: ستره ننګونه خبرو ته د افغان مخالفو ډلو له یو بل سره کېنول دي

author avatar
18 Feb 2020 - 11:42
خليلزاد: ستره ننګونه خبرو ته د افغان مخالفو ډلو له یو بل سره کېنول دي
author avatar
18 Feb 2020 - 11:42

 

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي د افغانستان سولې په تړاو هڅې روانې دي خو هلته تر ټولو ستره ننګونه د خبرو لپاره د افغان مخالفو ډلو له یو بل سره کېنول دي.

خليلزاد دغه څرګندونې پرون په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په تړاو نړيوال کنفرانس ته کړې دي چې په کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د پاکستان لومړي وزير او د ٢٠ هېوادونو استازو ګډون کړی و.

هغه زياته کړې چې د افغانستان سولې په تړاو هڅې روانې دي خو هلته تر ټولو ستره ننګونه خبرو ته د افغان مخالفو ډلو له یو بل سره کېنول دي.

خليلزاد وايي، د افغانستان د شخړې هوارى سخت پېچلی دی خو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون سره به بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

ده زياته کړې: "موږ له افغانستانه د وتلو لپاره د چا اجازې ته اړتيا نه لرو، امریکا که وغواړي نو په يو اړخيزه ډول هم وتلی شي. خو ټولې هڅې چې مو کړې، له دې امله دي چې د سولې داسې يو تړون وکړو چې د نويمې کلونو تېروتنې بيا تکرار نه شي."

هغه د سولې لپاره د پاکستان او افغانستان پر ښو سياسي او سوداګريزو اړيکو ټينګار وکړ او ويې ويل چې له دې سره د ټولې سيمې امنيت ښه کېداى شي.

د امريکا ځانګړي استازي وويل چې په افغانستان کې له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې شخړه روانه ده، اوس امريکا په دې هڅو کې ده چې دا شخړه نوره پاى ته ورسېږي او پيل يې د تاوتريخوالي له کمولو کېږي.

خليلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې ټاکل شوې ده چې د روانې فبرورۍ مياشتې په ٢٢مه نېټه د تاوتريخوالي کمولو اووه ورځنۍ پروسه پيل او د مياشتې په پاى کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي.

دې خبرو اترو ته نږدې سرچينې وايي چې پر تړون له لاسليک لس ورځې وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

امريکا ويلي چې له طالبانو سره يې د تړون هره ماده مشروطه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.