ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې لپاره د ښځو ايتلاف : د سولې تړون محتوا بايد ټولو ته څرګنده شي

author avatar
18 Feb 2020 - 16:27
author avatar
18 Feb 2020 - 16:27

کابل(پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د سولې لپاره د ښځو ايتلاف وايي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون تر لاسليک وړاندې يې بايد محتوا له خلکو سره شريکه شي.

د اړوندې موضوع په اړه د سولې لپاره د ښځو ائتلاف د سلواغې په ۲۹ مه په کابل کې خبري غونډه جوړه کړې وه.

د یادې شبکې د عدالت غوښتنې برخې مشرې مېرمن مشعل روشن وویل چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې وروستیو پړاونو ته رسېدلې دي، خو له افغانانو سره يې تر اوسه جزئيات نه دي شريک شوي.

دې زیاته کړه چې د سولې پروسې محتوا بايد ټولو ته څرګنده شي او ټولو افغانانو ته بايد د سولې په پروسه کې د ګډون حق ورکړل شي.

نوموړې نیوکه وکړه چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د کچې د ټيټولو په اړه خبرې روانې دي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې تاوتريخوالى په کومه کچه ټيټيږي.

روشن له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې او د امریکايي ځواکونو پر وتلو جدي څارنه وکړي.

همدا راز د یادې شبکې بلې غړې روشن څېړن وویل چې یواځې نمایشي ناستې سولې ته زمینه نه شي برابرولای، حکومت باید خپل دريځ معلوم او بین الافغاني مذاکراتو ته چمتوالی ونیسي.

نوموړې زياتوي چې په کابل او نورو ولایتونو کې له نورو ښځو سره يوځاى يې د سولې د پروسې لپاره خپلې سرې کرښې معلومې او له حکومت سره یې شریکې کړې دي.

دې وویل چې په اساسي قانون کې ښځو ته ورکړل شوي حقونه، د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون، بین الافغاني مذاکرات، زده کړې، دایمي اوربند او په تېرو اتلسو کلونو کې د ښځو لاسته راوړنې د دوى سرې کرښې دي.

همدا راز د یادې شبکې غړې شهلا فرید وویل چې اوس مهال حکومت د سولې خبرو ته هېڅ چمتوالى نه لري او یوازې پر ټاکنو فکر کوي.

دې وړاندیز وکړ چې که د سولې په پروسه کې ښځو ته ونډه ورکول کیږي، نو حکومت دې له ښځو وغواړي ترڅو خپله استازې ورته معرفي کړي.

که څه هم امریکا او طالبان د تاوتریخوالي کمولو  پر یوې هوکړې سلا شوي، تر څنګ یې  ولسمشر غني هم د سولې لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو په موخه سلا مشورې پيل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.