جلال اباد (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د وطندار ملي برنامه چې پرون په لغمان کې پيل شوې، نن يې د ۲۱ ولايتونو ګډونوال ننګرهار ولايت ته رسېدلي او دلته يې له يو شمېر مهمو تاريخي ځايونو ليدنې پيل کړې دي.
د چارواکو په وينا، د وطندار ملي برنامې ګډونوال به دوه ورځې ننګرهار کې وي او دلته به ورته بېلابېل فرهنګي، کلتوري، تعليمي، تفريحي او سياحتي پروګرامونه جوړ شي.
په ننګرهار کې د وطندار برنامې پيل د سلواغې په ۲۹مه سهار مهال په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان په مقبره د ګلونو د ګېډۍ له کېښودو پيل شوه چې وروسته ننګرهار پوهنتون کې د يو علمي سيمينار لپاره ګډونوال لاړل.
د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، غازي امان الله خان سلکاله وړاندې ټولو ولسونو ته دازادۍ وياړ ورپه برخه کړاو نن د هېواد بېلابېلو سيمو خلک ې دمزار ليدلو ته راځي.
د ولسي برنامې رييس زين الله شهيدزوی وويل، وطندار ملي برنامه دووکالونو راهيسې پيل کړی چې له مخې يې د هېواد د بېلا بېلو سيمو اوسيدونکي ولايتونو ته سفرونه کوي او يو د بل دود او فرهنګ سره ځان اشنا ک وي.
ګل رحيم نيازمن چې له کندوز ولايته دغه پروګرام کې د ګډون لپاره راغلی وايي، دلته په راتلو يې د ننګرهار او لغمان ولايتونو له تاريخي برم، کولتور، فرهنګ او عنعناتو څخه ليدنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دا ډول پروګرامونه په هيواد کې د يووالي رامنځته کېدو لپاره ډير اړين دي.
له هراته وطندار برنامه کې د ګډون لپاره راغلې رڼا وايي، دغه ډول پروګرامونه هم د يووالي سبب کېږي او هم د قومونو او ولايتونو ترمنځ د اړيکو جوړېدو او نږدېوالي سبب ګرځي.
ټاکل شوې د وطندار برنامې ګډونوال نن ټوله ورځ او سبا هم ننګرهار کې پاتې شي او په يو شمېر مهمو تاريخي ځايونو وګرځي او پروګرامونو کې برخه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن