ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې له سلګونو بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

لوګر کې له سلګونو بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

author avatar
18 Feb 2020 - 16:24
لوګر کې له سلګونو بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې
author avatar
18 Feb 2020 - 16:24

پل علم (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د يوه ملي سوداګر له لوري د لوګر ولايت د مرکز او يوې ولسوالۍ له سلګونو بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل چې د يوه ملي سوداګر له لوري په دغه ولايت کې له دوه سوو بيوزلو کورنيو سره نن د خوراکي توکو مرستې وشوې.

هغه وويل چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره، چاى او لوبيا شامل دي.

والي زياته کړه: ((له هرې کورنۍ سره د شپږ زرو افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې شوي، د ژمي موسم دى، بېوزله خلک ډېرو مرستو ته اړتيا لري، نو نور ملي سوداګر هم بايد دغه کار وکړي.))

دغه راز يو تن مرسته اخيستونکې سکينې پژواک ته وويل چې د روانو جګړو له امله يې خاوند وژل شوى، د کور سرپرست نه لري او ماشومان يې هم کوچنيان دي.

دې زياته کړه: ((اقتصادي وضعيت مو ډېر خراب دى، دې مرستو ته ډېر خوشحاله يو او مننه ترې کوو.))

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله وويل چې په دغه ولايت د بيوزله کسانو شمېر ډېر دى.

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ملي سوداګر وهڅوي، ترڅو له خلکو سره مرستې وکړي.

د يادونې ده چې تېره مياشت د سرې مياشتې، له پېښو سره د مبارزې ادارې او د کليو د پراختيا رياست له لوري په دغه ولايت کې له ١٢ زره بيوزله او جګړه ځپلو کورنيو سره مرستې وشوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.