کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د ځینو مدني ټولنو استازي د مخابراتي خدماتو پر کیفیت او لوړو بیو نیوکه کوي او وایي چې د مخابراتي چوپړ د تنظیم ادارې (اترا) په دې اړه د مخکنۍ پرېکړې پلې کېدو ته اړینه پاملرنه نه ده کړې.
د ځینو مدني ټولنو استازو دغه څرګندونې نن په کابل کې «د ټیلېفوني اړیکو او انټرنېټي خدمتونو پر وړاندې ډېرې ننګونې او کم پرمختګونه» تر نوم لاندې جوړې شوې ناسته کې وکړې.
په یاده ناسته کې د "اترا چېرته ده؟" کمپاین همغږي کوونکي میرویس اریا وویل، د افغانستان خلکو له یوي نیمي لسیزي زیات له ټيلېفوني اړیکو او انټرنېټ کار اخیستی او په دې برخه کې پانګونه په دولتي او خصوصي سکټور کې د دندو پیدا کېدو، د اقتصاد پیاوړتیا او د ټولنې عامه پوهاوي سبب شوې ده.
دی وايي: "خو د مخابراتي شرکتونو ډېر ګډونوال د دغو خدمتونو له روڼتیا، کیفیت او قیمت شکایت لري او دغه شکایتونو له یو کال راهیسې په خواله رسنیو او د افغانستان خلکو ترمنځ د اترا چېرته ده؟ د یوه کمپاین په توګه پیل شوی."
هغه زیاته کړه، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون څلورمې مادې له مخې، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) د مخابراتي سکټور کړنې په خپلواک ډول تنظیموي مګر دې ادارې له یو کال راهیسې ونه شو کولی چې د مخابراتي خدمتونو په برخه کې خپله یوه پرېکړه په بشپړ ډول پلي کړي.
د اریا په وینا، د اترا ادارې تېر کال د سلواغې په ۲۱مه پرېکړه وکړه چې مخابراتي شرکتونه به نه یوازې انټرنېټي خدمتونو ښه او ارزانه کوي، بلکې په دې برخه کې به د خپلسرو بنډلونو له فعالېدو، په ناقانوني ډول د سیمکارتونو له خرڅلاو او نورو برخو کې د قانون له ماتونې ځان ژغوري.
د انساني حقونو او د مدني فعالانو د شبکې ريیس خلیل روفي وویل: "په تاسف سره تر اوسه پوره روڼتیا نه ده تأمین شوې او د مخابراتي خدمتونو کړنې د تېر وخت په پرتله بدترې شوې."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن