ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د څلور زره امريکايي سرتېرو کمېدل به پر وضعيت هېڅ اغېز ونه کوي

ولسمشر: د څلور زره امريکايي سرتېرو کمېدل به پر وضعيت هېڅ اغېز ونه کوي

author avatar
18 Feb 2020 - 09:26
ولسمشر: د څلور زره امريکايي سرتېرو کمېدل به پر وضعيت هېڅ اغېز ونه کوي
author avatar
18 Feb 2020 - 09:26

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، له افغانستانه د شاوخوا څلور زره امریکایي سرتېرو کمول به پر وضعیت هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

له ارګه د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر پرون ماښام د سولې په اړه دویمه مشورتي غونډه کې د هېواد د قول اردو ګانو له قوماندانانو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه او د هېواد امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ هم حضور درلود، ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او مېړانو د ستایلو پر مهال وویل، په تېرو دوو کلونو کې په جګړه کې د هغوى مقاومت د دې لامل شو چې دښمن هغو موخو ته چې ټاکلې یې وې، ونه رسېږي.

ولسمشر غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ته په خطاب کې وویل، افغان ولس پر تاسې ویاړي؛ تاسې له ملي بنسټونو سره تړاو لرئ، تاسې د اساسي قانون ساتونکي، د ملي یووالي او د هېواد د ملي اقتدار د حاکمیت ملاتړي یاست.

محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد رښتیني بچیان وبلل او په ټینګار یې وویل: "تاسې په دغه حساس پړاو کې زما، د ملت او بین المللي ټولنې له قوي ملاتړه برخمن یاست. "

هغه ټینګار وکړ، ستاسې د تمویل او ملاتړ په برخه کې د ناټو سازمان او نړۍ والې ټولنې ژمنې پر ځای دي؛ ځکه تاسې د هغوی اصلي شریکان یاست.

ولسمشر په دې غونډه کې د قول اردوګانو قوماندانانو ته وویل، په هېواد کې د سولې لپاره برابر شوی فرصت ستاسې د مبارزو، اتلولیو او وړتیاو پایله ده او په ډاډ سره ویلی شو په اوسني ظرفیت د دې وړتیا لرو چې ګواښونه مدیریت کړو.

نوموړي په خپلو خبرو کې د قول اردوګانو مسوولینو ته وویل، تاسې د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله بې طرفي حفظ کړه او هېوادوالو ته مو ثابته کړه چې په ملي ادارو او ټول افغانستان پورې تړاو لرئ.

ولسمشر همداراز وویل، له افغانستانه د شاوخوا څلور زره امریکایي سرتېرو کمول به پر وضعیت هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

ديادونې ده، اوس مهال په افغانستان کې څه باندې ١٢زره امريکايي سرتېري مېشت دي او د امريکا د دفاع وزير مارک اسپير څو ورځې مخکې ويلي وو چې غواړي دغه شمېره ٨٦٠٠ ته راټيټه کړي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه: "د جنګ ختمولو لپاره زموږ موضع ګېري د دې فرصت برابر کړ چې طالبان د تاوتریخوالي د کچې راټیټول ومني."

هغه زیاته کړه: "د مذاکراتو او په هېواد کې د جنګ ختمولو فرصت برابر شوی، موږ د ګواښونو او ظرفیتونو په قوي درک سره له دغه فرصته د جنګ ختمولو لپاره ګټه اخلو، خو دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې له دغه فرصته په هېواد کې د جنګ ختمولو لپاره استفاده کوي او یا نه."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.