جلال اباد (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام د وطندار برنامې په لړ کې په ننګرهار پوهنتون کې د ملي ویښتیا کنفرانس جوړ شو.
دغه کنفرانس چې نن (د سلواغې ٢٩مه) د ننګرهار پوهنتون په اډیټوريم کې جوړ شو، په کې د کابل، ننګرهار او لغمان پوهنتونونو د رهبرۍ او استادانو ترڅنګ سلګونو محصلینو او د هېواد له یوویشتو ولایتونو د وطندار برنامې مېلمنو ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وویل چې په ننګرهار پوهنتون کې د هېواد له ټولو برخو زرګونه محصلین د خویندو وروڼو په څېر خواږه دي او هېڅ تعصب نشته.
نوموړي وطندار برنامه وستایله چې د ګڼو ولایتونو هېوادوال یې د پوهنتون لیدنې او د پوهنتونونو استادان یې د ملي ویښتیا کنفرانس ته راغونډ کړي دي.
د ننګرهار پوهنتون د اړیکو مسوول استاد فضل علي ناګار د ننګرهار پوهنتون پر تاریخي شالید او روانو چارو معلومات ورکړل.
دغه راز د هېواد د څلورو زونونو استازو د خپلو ولایاتو معلوماتي پرزینټېشنونه وړاندې کړل.
د پروګرام په پای کې د پوهنتونونو استادانو د "همپالنې و همرازۍ" تر عنوان لاندې د کنفرانس په پاینل کې ګډون وکړ او پوښتونکو ته یې ځوابونه ورکړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن