کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ۹۸): د بهرنیو چارو وزارت يو شمېر ډيپلوماتان په دغه وزارت کې د اصلاحاتو په لړ کې په لوړه کچه د انګلیسي ژبې د ازموینې له اخيستو سره مخالف دي او دغه کار د قانون خلاف بولي.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنيو چارو په وزارت، په ځانګړي ډول د استخدام په برخه کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د بهرنيو چارو وزارت د ګومارولو په پروسه، تشکيلاتو او په کاري مقرراتو کې بايد جدي اصلاحات رامنځته شي.
ولسمشر زياته کړې وه چې د بهرنيو چارو په وزارت کې بايد اصلاحات اقتصاد محوره و اوسي، ډيپلوماتان او کارکوونکي يې بايد د وړتيا او زده کړو پر بنسټ پر دندو وګومارل شي.
د همدې اصلاحاتو په لړ کې د بهرنيو چارو وزارت پخواني سرپرست ادريس زمان ويلي و چې د تشکيلاتي تورم د له منځه وړو په موخه په بهر او هېواد کې دننه د دغه وزارت ١٧٨ کارکوونکي له دندو ګوښه کېږي.
خو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنيو چارو په وزارت کې د اړينو اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه ادريس زمان له دندې ګوښه او پرځاى يې هارون چخانسوري د سرپرست په توګه وټاکه.
پر يادې دندې د چخانسوري د ګومارلو په اعلاميه کې ارګ ويلي و چې نوموړى به د خپلو نورو دندو ترڅنګ په دغه وزارت کې اړين اصلاحات هم رامنځته کوي.
د بهرنيو چارو وزارت ځينو سرچينو پژواک ته وويل چې چخانسوري د اصلاحاتو په لړ کې اعلان وکړ چې له ټولو ديپلوماتونو څخه بايد په لوړه کچه د انګليسي ژبې ازموينه واخيستل شي.
خو د نوموړي له دې پرېکړې سره د بهرنيو چارو وزارت ګڼ شمېر دپيلوماتان مخالف دي.
د بهرنيو چارو وزارت يوه ډيپلومات د نوم نه خپرولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر له حکم سره سم بايد اصلاحات راشي خو زياتوي چې د اصلاحاتو په پروسه کې ستونزې دي.
هغه زياته کړه: ((اصلاحات د ادريس زمان په وخت کې پيل شول، هغه ويلي و چې له هر ديپلومات څخه بايد د انګليسي ژبې APTIS آزموينه واخيستل شي چې اويا سلنه ديپلوماتانو دغه ازموينه ترسره کړه.))
خو دى وايي چې د چخانسوري په راتګ سره د انګليسي ژبې دغه ازموينه له اپتېس څخه TOEFI او IELTS ته لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن