د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ۲۱ ولايتونو فرهنګيان او مدني فعالان ننګرهار ته تللي

د ۲۱ ولايتونو فرهنګيان او مدني فعالان ننګرهار ته تللي

Feb 18, 2020 - 15:05

جلال اباد (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د وطندار ملي برنامه چې پرون په لغمان کې پيل شوې، نن يې د ۲۱ ولايتونو ګډونوال ننګرهار ولايت ته رسېدلي او دلته يې له يو شمېر مهمو تاريخي ځايونو ليدنې پيل کړې دي.

د چارواکو په وينا، د وطندار ملي برنامې ګډونوال به دوه ورځې ننګرهار کې وي او دلته به ورته بېلابېل فرهنګي، کلتوري، تعليمي، تفريحي او سياحتي پروګرامونه جوړ شي.

په ننګرهار کې د وطندار برنامې پيل د سلواغې په ۲۹مه سهار مهال په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان په مقبره د ګلونو د ګېډۍ له کېښودو پيل شوه چې وروسته ننګرهار پوهنتون کې د يو علمي سيمينار لپاره ګډونوال لاړل.

د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، غازي امان الله خان سلکاله وړاندې ټولو ولسونو ته دازادۍ وياړ ورپه برخه کړاو نن د هېواد بېلابېلو سيمو خلک ې دمزار ليدلو ته راځي.

د ولسي برنامې رييس زين الله شهيدزوی وويل، وطندار ملي برنامه دووکالونو راهيسې پيل کړی چې له مخې يې  د هېواد د بېلا بېلو سيمو اوسيدونکي ولايتونو ته سفرونه کوي او يو د بل دود او فرهنګ سره ځان اشنا ک وي.

ګل رحيم نيازمن چې له کندوز ولايته دغه پروګرام کې د ګډون لپاره راغلی وايي، دلته په راتلو يې د ننګرهار او لغمان ولايتونو له تاريخي برم، کولتور، فرهنګ او عنعناتو څخه ليدنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دا ډول پروګرامونه په هيواد کې د يووالي رامنځته کېدو لپاره ډير اړين دي.

له هراته وطندار برنامه کې د ګډون لپاره راغلې رڼا وايي، دغه ډول پروګرامونه هم د يووالي سبب کېږي او هم د قومونو او ولايتونو ترمنځ د اړيکو جوړېدو او نږدېوالي سبب ګرځي.

ټاکل شوې د وطندار برنامې ګډونوال نن ټوله ورځ او سبا هم ننګرهار کې پاتې شي او په يو شمېر مهمو تاريخي ځايونو وګرځي او پروګرامونو کې برخه واخلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking