د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: د سولې معنا دا ده چې تاوتریخوالی په بشپړ ډول ختم شي

ولسمشر: د سولې معنا دا ده چې تاوتریخوالی په بشپړ ډول ختم شي

Feb 18, 2020 - 09:41

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): ولسمشر اشرف غني د سولې او د هغې د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په تړاو د سلا مشورو پر مهال ويلي، خلک سوله غواړي او هغوی ته د سولې معنا دا ده چې تاوتریخوالی په بشپړ ډول ختم شي او ثبات واضح تعریف ولري.

له ارګه د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د سولې او د هغې د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په اړه د مشورو لړۍ په پیل کې له والیانو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، د دې کتنې په پیل کې ولسمشر غني د سولې پروسه کې د نوو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او المان ته یې د خپل وروستي سفر او د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان له متحدینو سره د خپلو کتنو په اړه والیانو ته معلومات ورکړل.

هغه وويل: "موږ د یوې نوې پروسې پر لور ځو چې پایداره سولې ته د رسېدو فرصتونه برابر شي. د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیتونه او تحرک زیات شوی او امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت کې قرار لري. "

ولسمشر د جمهوري نظام د بنسټونو پر ټینګښت او پیاوړتیا په ټینګار څرګنده کړه، د افغانستان ملکي ادارې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په خاطر د حکومتولۍ لازم ظرفیتونه لري.

هغه والیانو ته په خطاب کې وویل، د خلکو له بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول علماو، ښځو او ځوانانو سره ډېر کار وکړئ چې د سولې او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخو کې بسیج شي.

ولسمشر د دې په بیانولو چې ایا طالبان به له جګړې لاس واخلي او یا د دوی رهبري سولې ته ژمنه ده وویل، خلک سوله غواړي او خلکو ته د سولې معنی دا ده چې تاوتریخوالی په بشپړ ډول ختم او ثبات واضح تعریف ولري.

هغه وویل: "موږ د سولې خبرې ملي کړې، زموږ سوله سمتي او ډله ییزه نه ده. "

اشرف غني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې په خپلو وروستیو کتنو کې له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د ژمنو او ملاتړ د دوام یادونه وکړه، وې ویل: "زموږ متحدینو هر یوه په خپل وار له افغانستان څخه د ملاتړ ډاډ راکړ. "

ده ياته کړه: "زموږ مذاکره کوونکی ټیم به له اصولو او واضح کړنلارې سره مذاکرې ته ولاړ شي او افغان ولس به په دې برخه کې نهايي تصمیم ونیسي.

هغه زیاته کړه، د مذاکره کوونکي ټیم موثریت، مشارکت او د صلاحیت حدود مهم دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام به د هغه صلاحیت تعین کړي. "

هغه څرګنده کړه، د سولې مالکیت او رهبري د افغان حکومت په لاس کې ده او د جنګ ختمول د خلکو غوښتنه ده او په مذاکراتو کې به مذاکره کوونکی ټیم د افغانستان د ټولو خلکو بنسټي حقونه په پام کې ونیسي.

په دې کتنه کې د ننګرهار والي د ختیځ زون، د فاریاب والي د شمال زون، د تخار والي د شمال ختیځ زون، د هرات والي د لوېدیځ زون، د پکتیا والي د سوېل ختیځ زون، د کابل والي د پایتخت زون، د بامیانو والي د مرکزي زون او د کندهار والي د سوېلي زون په استازولۍ خبرې وکړې او د سولې په اړه یې خپلې اندېښنې او نظریات بیان کړل.

یادو والیانو له دې امله چې د سولې په اړه یې له وروستیو پرمختګونو او جریانونو خبر کړل، د جمهوررئیس مننه وکړه او د امنیتي او اقتصادي وضعیت، انکشافي پروژو د تطبیق، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو د پیاوړتیا، د لازیاتې همغږۍ، د اطلاعاتو شریکولو، د والیانو او امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د هڅو د همغږۍ او د ولایتونو د نظامي شوراګانو د واکونو د زیاتولو په اړه یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وکړل.

دوی وویل، مذاکره کوونکي ټیم باید کوچنی او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، حکومت دې مذاکرات رهبري او مدیریت کړي او د وى هڅه کوي چې د ټولنې ټول اقشار د سولې بهیر او جمهوریت څخه د دفاع لپاره بسیج کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking