کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): ولسمشر اشرف غني د سولې او د هغې د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په تړاو د سلا مشورو پر مهال ويلي، خلک سوله غواړي او هغوی ته د سولې معنا دا ده چې تاوتریخوالی په بشپړ ډول ختم شي او ثبات واضح تعریف ولري.
له ارګه د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د سولې او د هغې د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په اړه د مشورو لړۍ په پیل کې له والیانو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، د دې کتنې په پیل کې ولسمشر غني د سولې پروسه کې د نوو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او المان ته یې د خپل وروستي سفر او د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان له متحدینو سره د خپلو کتنو په اړه والیانو ته معلومات ورکړل.
هغه وويل: "موږ د یوې نوې پروسې پر لور ځو چې پایداره سولې ته د رسېدو فرصتونه برابر شي. د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیتونه او تحرک زیات شوی او امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت کې قرار لري. "
ولسمشر د جمهوري نظام د بنسټونو پر ټینګښت او پیاوړتیا په ټینګار څرګنده کړه، د افغانستان ملکي ادارې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په خاطر د حکومتولۍ لازم ظرفیتونه لري.
هغه والیانو ته په خطاب کې وویل، د خلکو له بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول علماو، ښځو او ځوانانو سره ډېر کار وکړئ چې د سولې او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخو کې بسیج شي.
ولسمشر د دې په بیانولو چې ایا طالبان به له جګړې لاس واخلي او یا د دوی رهبري سولې ته ژمنه ده وویل، خلک سوله غواړي او خلکو ته د سولې معنی دا ده چې تاوتریخوالی په بشپړ ډول ختم او ثبات واضح تعریف ولري.
هغه وویل: "موږ د سولې خبرې ملي کړې، زموږ سوله سمتي او ډله ییزه نه ده. "
اشرف غني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې په خپلو وروستیو کتنو کې له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د ژمنو او ملاتړ د دوام یادونه وکړه، وې ویل: "زموږ متحدینو هر یوه په خپل وار له افغانستان څخه د ملاتړ ډاډ راکړ. "
ده ياته کړه: "زموږ مذاکره کوونکی ټیم به له اصولو او واضح کړنلارې سره مذاکرې ته ولاړ شي او افغان ولس به په دې برخه کې نهايي تصمیم ونیسي.
هغه زیاته کړه، د مذاکره کوونکي ټیم موثریت، مشارکت او د صلاحیت حدود مهم دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام به د هغه صلاحیت تعین کړي. "
هغه څرګنده کړه، د سولې مالکیت او رهبري د افغان حکومت په لاس کې ده او د جنګ ختمول د خلکو غوښتنه ده او په مذاکراتو کې به مذاکره کوونکی ټیم د افغانستان د ټولو خلکو بنسټي حقونه په پام کې ونیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن