ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې د کرونا او سرطان ناروغيو د درملنې مرکزونه پرانيستل شول

په مزارشريف کې د کرونا او سرطان ناروغيو د درملنې مرکزونه پرانيستل شول

author avatar
18 Feb 2020 - 18:42
په مزارشريف کې د کرونا او سرطان ناروغيو د درملنې مرکزونه پرانيستل شول
author avatar
18 Feb 2020 - 18:42

مزارشريف (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مسوولين خبر ورکوي چې د کرونا  وايرس د تشخيص زمينه په هېواد کې دننه برابره شوه.

د ياد وزارت وزير ډاکتر فيرزالدين فيروز د سلواغې په ۲۹مه مزارشريف ښار کې وويل چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې يې د کرونا  وايرس د تشخيص روغتيايي مرکزونه فعال کړي چې مجموعي شمېر يې ۳۰۰ بسترو ته رسېږي.

نوموړي مزارشريف ښار کې هم د کرونا وايرس د تشخيص په موخه ۳۰ بستريز روغتيايي مرکز او همدا راز د سرطان ناروغۍ د درملنې ۱۰ بستريز روغتيايي مرکز پرانيستل.

د عامې روغتيا وزير په خپلو خبرو کې وويل چې د سلواغې مياشتې له ۲۹مې نېټې وروسته په افغانستان کې د کرونا وايرس د تشخيص زمينه برابره شوه.

د هغه په وينا، وړاندې له دې به دوی د مشکوکو خلکو طبي معاينات بهرنيو هېوادونو ته د تشخيص په موخه استول.

فيروز ډاډ  ورکړ چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا  وايرويس هېڅ ډول مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

هغه وايي چې په وروستيو ورځو کې يې شاوخوا ۵۰۰ افغانان له چين څخه هېواد ته را انتقال کړي او له معايناتو وروسته یې معلومه شوې چې د کرونا ناروغۍ هېڅ ډول نښې په کې نشته.

نوموړي وويل چې د کابل په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص په موخه يو شمېر روغتيايي مرکزونه پرانيستل شوي چې مجموعي شمېر يې ۳۰۰ بسترو ته رسېږي.

د عامې روغتيا وزير هغه اوازې هم رد کړې چې په بدخشان ولايت کې د کرونا ناروغۍ پيدا کېدو په تړاو خپرې شوې وې.

د هغه په وينا، ياد وزارت د هېواد ټولې سرحدي سيمې تر بشپړ نظارت لاندې نيولې او هڅه يې دا ده چې د کرونا وايرس خپرېدو ته نه پرېږدي.

د عامې روغتيا وزير همدا راز په مزارشريف کې د سرطان ناروغۍ د درملنې ۱۰بستريز مرکز هم پرانيست.

نوموړي وويل چې هر کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰زره کسان د سرطان پر ناروغۍ اخته کېږي چې لږ تر لږه ۱۲زره کسان يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.