د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار پوهنتون کې د ملي ویښتیا کنفرانس جوړ شو

په ننګرهار پوهنتون کې د ملي ویښتیا کنفرانس جوړ شو

Feb 18, 2020 - 14:59

جلال اباد (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام د وطندار برنامې په لړ کې په ننګرهار پوهنتون کې د ملي ویښتیا کنفرانس جوړ شو.

دغه کنفرانس چې نن (د سلواغې ٢٩مه) د ننګرهار پوهنتون په اډیټوريم کې جوړ شو، په کې د کابل، ننګرهار او لغمان پوهنتونونو د رهبرۍ او استادانو ترڅنګ سلګونو محصلینو او د هېواد له یوویشتو ولایتونو د وطندار برنامې مېلمنو ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وویل  چې په ننګرهار پوهنتون کې د هېواد له ټولو برخو زرګونه محصلین د خویندو وروڼو په څېر خواږه دي او هېڅ تعصب نشته.

نوموړي وطندار برنامه وستایله چې د ګڼو ولایتونو هېوادوال یې د پوهنتون لیدنې او د پوهنتونونو استادان یې د ملي ویښتیا کنفرانس ته راغونډ کړي دي.

د ننګرهار پوهنتون د اړیکو مسوول استاد فضل علي ناګار د ننګرهار پوهنتون پر تاریخي شالید او روانو چارو معلومات ورکړل.

دغه راز د هېواد د څلورو زونونو استازو د خپلو ولایاتو معلوماتي پرزینټېشنونه وړاندې کړل.

د پروګرام په پای کې د پوهنتونونو استادانو د "همپالنې و همرازۍ" تر عنوان لاندې د کنفرانس په پاینل کې ګډون وکړ او پوښتونکو ته یې ځوابونه ورکړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking