ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې پر ناټو ځواکونو چاودنه شوې

author avatar
18 Feb 2020 - 17:14
author avatar
18 Feb 2020 - 17:14

کندهار ښار (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨) : په کندهار ولايت کې د ناټو ځواکونو د کاروان پر يوه موټر چاودنه شوې، خو زيان نه لري.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي د سلواغې په ٢٩مه، پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه نن ماسپښین دوه بجې د دامان ولسوالۍ په علیزو سیمه کې شوې ده.

خو هغه زياته کړې چې دغې چاودنې زيان نه درلود.

بلخوا په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته چاودنه تاييد کړه، خو ويې ويل چې ددوى سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.

سرچينې وويل چې يواځې يو نظامي موټر لږ  زيانمن شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.