کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): د بلوچستان ايالت په مرکز کوېټې ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ٢٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي رسنيو د امنيتي مسوولينو په حواله خبر ورکړى چې دغه بريد پرون ناوخته د يوې مذهبي ډلې د لاريون پر مهال وشو.
د کوېټې ښار د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه ويلي چې د اهل سنت والجماعت مذهبي ډلې د پرېس کلب مخې ته لاريون کړى و چې يو پلي ځانمرګي د هغوى په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
هغه زياته کړې چې په دغه بريد کې ٨ کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپیان شوي دي.
د چيمه په وينا، پوليسو دغه بريدګر پېژندلى و، خو کله چې يې د نيولو هڅه کوله، هغه ځان ته چاودنه ورکړې ده.
دى وايي چې په مړو او ټپيانو کې يو شمېر پوليس هم شامل دي.
بلخوا د روغتون سرچينې ويلي چې په دغه بريد کې شاوخوا ١٨ تنه ټپيان شوي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن