ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په کونړ کې ١١ داعش وسله وال هوايي بریدونو کې وژل شوي

چارواکي: په کونړ کې ١١ داعش وسله وال هوايي بریدونو کې وژل شوي

author avatar
18 Feb 2020 - 14:47
چارواکي: په کونړ کې ١١ داعش وسله وال هوايي بریدونو کې وژل شوي
author avatar
18 Feb 2020 - 14:47

اسعد اباد (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٨): ځايي چارواکي وايي چې په کونړ کې په هوايي بريدونو کې د داعش ډلې ١١ وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د سلوغې په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل چې افغان هوايي ځواکونو په څوکۍ او نرنګ ولسواليو کې د داعش وسله والې ډلې پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د افغان هوايی ځواکونوبریدونه د څوکۍ ولسوالۍ په بدګوړ، امريو او د نرنګ ولسوالۍ په باډیل درې وچ ناو سیمه کې شوي  چې د داعش وسله والې ډلې ۱۱  وسله وال په کې وژل شوي دي.

مصمم زیاتوي چې د نرنګ ولسوالۍ د باډیل درې عملیات تېره شپه د صفر دوه (۰۲) قطعې له خوا شوي  دي.

د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې ۰۲ قطعې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي وویل چې وژل شوي ټول داعش وسله وال دي او ولسي خلکو ته په کې هیڅ زيان نه دی رسېدلی.

د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل دره چې په کونړ ولایت کې د داعش ډلې تر ټولو مهم مرکز دی، د همدې وسله والې ډلې له ویرې ګڼو کورنیو خپلې مېنې پرېیښې او امن سیمو ته کډه شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.