ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

کاپیسا کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

author avatar
18 Feb 2020 - 14:35
کاپیسا کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي
author avatar
18 Feb 2020 - 14:35

چاریکار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): په کاپیسا کې امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره په جګړه کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي نن (د سلواغې ۲۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه دوه بجې طالبانو د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې پر نظام خېل کلي برید کړی دی.

سرچینې زیاته کړه چې د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ جګړه د سهار تر پنځو بجو روانه وه چې په نتیجه کې یې د ولسي پاڅون کوونکو ۹ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د کاپیسا د پولیسو ویاند شایق شورش دغه پېښه تایید کړه، خو د ولسي پاڅون کوونکو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

خو نورې سرچینې وایي چې لومړی د طالبانو له خوا د ولسي پاڅون کوونکو په پوسته کې ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد او وروسته وسله وال طالبان پوستې ته ننوتلي او د پېښې ټپیان یې پر ډزو وژلي دي.

د یادې پېښې مسوولیت د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد پر غاړه اخیستی او ادعا کوي چې په دې پېښه کې يې د قوماندان قادر په ګډون ۱۱ پولیس وژلي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.