کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سلام او افغان ټېليکام شبکو د انټرنټي بیو د ۳۰ سلنه ټیټوالي خبر ورکړی.
هاشمي ویلي: «هره ورځ د افغانستان د خلکو انټرنټ ته ډېره اړتیا وي. موږ په دې هڅه کې یو څو خلکو ته ښې زمینې برابرې کړو.»
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې له ژمنې سره سم، د «مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت» د افغان ټېليکام د انټرنټ عمده بیه ۳۰ سلنه او د سلام شرکت د ګډون کوونکو لپاره د سلام انټرنټ بیه ۲۰ سلنه راټیټه کړې ده.
یاد وزارت له خصوصي شرکتونو څخه هم هیله لري څو د هېوادوالو لپاره د انټرنټ په بیو کې ټیټوالی راولي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د انټرنټ او ټېلیفون د بیو په اړه د خلکو شکایتونه ډېر شوي دي.
یوشمېر مدني ټولنو په افغانستان کې د انټرنټ په لوړو بیو نیوکه کړې وه او خبر یې ورکړی و چې که تر یوې اونۍ د انټرنټ بیې ۵۰ سلنه راټیټې نه شي، د تحصن خېمې به ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي د سلواغې په ۱۳ ویلي و چې مخابراتي شرکتونو ته یو جي بي انټرنټ په ۹ افغانۍ تماميږي او هغوی یو جې بي په ۱۸۰ افغانۍ پلوري.
د مخابراتو وزارت سرپرست ۱۴ ورځې وخت غوښتی و څو د انټرنټ بیې راټیټې کړي.
تېره ورځ لسګونه مدني فعالان او هېوادوال په شهرنو پارک کې راټول شوي وو او د انټرنټ د بیو د ۵۰ سلنه ټیټوالي غوښتنه یې کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن