جلال اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د مشرانو جرګې د يوه غړي ورور له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام د جلال اباد ښار د روښانې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د مشرانو جرګې د غړي سناتور لطف الله بابا ورور ملي سوداګر روح الله بابا خپل کور ته پر لاره د نامعلومو وسله والو تر بريد لاندې راغلى دى.
د خوږياڼي په وينا، په دغه بريد کې یاد سوداګر لومړی سخت ټپي و او دوه ساتونکي يې ځای پر ځای وژل شوي وو، خو وروسته روح الله بابا هم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د والي وياند وويل چې له بريدګرو درې ميله وسلې او يو موټر په سيمه کې پاتې شوي، خو په خپله په تېښته بريالي شوي دي.
هغه وايي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي، څو بريدګر پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن