کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو يو شمېر نورو نوماندانو هم د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوې وروستۍ پايلې ردوي او وايي چې ورته د منلو وړ نه دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون پرون مازديګر ناوخته په يوه خبري غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې په ترڅ کې یې محمد اشرف غني د ٥٠،٦٤ سلنې رايو ترلاسه کولو سره ګټونکى معرفي شو.
بېګا د شپې ناوخته د حکومت اجرائيه رييس او د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله دا پايلې رد کړې او خپل ځان یې ګټونکی اعلان کړ او ترڅنګ یې د "ټول شموله" حکومت جوړولو هوډ څرګند کړ.
اوس يو شمېر نورو نوماندانو هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا اعلان شوې وروستۍ پايلې رد کړې او دا يې له قانونه سرغړونه وبلله.
د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيزه ډله د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وروستۍ پرېکړې د ځانګړې ډلې تر فشار لاندې اعلان شوې او دوی ته د منلو وړ نه دي.
د دې ډلې وياند فضل غني حمقل د سلواغې په ۳۰ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټاکنو کې روڼتيا نه وه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر بهرنيو او کورنيو فشارونو لاندې وه.
نوموړي زياته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له درغليو ډکې پايلې اعلان کړې او ياده پايله دوی ته د منلو وړ نه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن