ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو کس له ١٠٠ بوريو چاودېدونکو توکو سره نيول شوى

ننګرهار کې يو کس له ١٠٠ بوريو چاودېدونکو توکو سره نيول شوى

author avatar
19 Feb 2020 - 17:35
ننګرهار کې يو کس له ١٠٠ بوريو چاودېدونکو توکو سره نيول شوى
author avatar
19 Feb 2020 - 17:35

جلال اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨) : په ننګرهار ولايت کې يو کس له سلو بوريو چاودېدونکو توکو سره نيول شوى، بلخوا په مومندرې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١٢ وسله  مخالفين وژل شوي دي.

ددې ولايت امنيه قومانداني وايي چې په جلال اباد ښار او کوز کونړ ولسوالۍ کې له يو تن سره سل بورۍ امونيم نايټريټ ، ۱۴۰ بنډله د سانيه سوز لين او دوه عرادې موټر ونيول شول.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار سليم طوطاخېل د سلواغې په ۳۰مه د يوه  خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې يې د عبدالمالک په نوم يو تن سره په ډاټسن ډوله موټر کې ۴۵ بورۍ امونيم نايټريټ او ۱۴۰ بنډله د سانيه سوز لين ونيوه.

نوموړي زياته کړه ، چې ياد تن د کوز کونړ ولسوالۍ شګۍ په سيمه کې هم په يوه کور کې ۵۵ بورۍ امونيم نايټريټ له وړاندې ځای پر ځای کړي وو، چې د عملياتو په ترڅ کې له يو عراده سراچه ډوله موټر سره يو ځای ونيول شول.

د هغه په وينا، نيول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی او نورې څېړنې  ترې روانې دي.

د يو بل خبر له مخې، ددې ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې درې پاکستاني ملېشه او ۹ وسله وال طالبان ووژل شول .

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل ، د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې نن سهار د هوایي برید په ترڅ کې چې د وسله والو مخالفینو پر پټنځای ترسره شوی،په ترڅ کې يې  ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي چې په وژل شویو کې درې پاکستاني ملېشه هم شامله ده.

د هغه په وينا، د یاد برید پر مهال د وسله والو مخالفینو یو میل دهشکه هم له منځه تللې او بل چاته کوم زیان نه دی اوښتی .

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.