کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار او اروزګان ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، بهرنیو ځواکونو د تخته پل ولسوالۍ په ماکیانو سیمه کې د وسله والو طالبانو یوه ډله له هوا څخه په نښه کړې او پر هغوی یې بمبار کړی.
دی وايي، په دغه هوايي برید کې ۸ وسله وال وژل شوي او وسلې یې له منځه تللې دي.
دغه راز دی زیاتوي چې د خاکرېز ولسوالۍ په لعم سیمه کې هم په ورته توګه پر یوه هاموې موټر برید کړی چې وسله والو له امنیتي ځواکونو څخه نیولی و.
د ده په خبره، د بهرنیو ځواکونو په دغه هوايي برید کې په هاموې موټر کې سپاره ۱۲ وسله وال وژل شوي، د هغوی موټر سایکلونه او سلې هم له منځه تللي دي.
بله خوا په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیی علوي وايي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې یې عملیات کړي چې پر مهال یې ۳ وسله وال وژل شوي او ۲ ټپيان شوي دي.
نوموړي پژواک ته وویل، د خالد ۹۸ په نوم دغه عملیات د افغان او بهرنیو د هوايي ځواک په ملتیا شوي دي.
دغه راز د کندهار په ګاونډ اروزګان ولایت کې هم د ملي اردو په عملیاتو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۹ تنه ټپيان شوي دي.
علوي پژواک ته وویل، د خالد ۹۸ په چوکاټ کې د اتل ۱۹ په نوم دغه عملیات د اروزګان د ترینکوټ په سبزخانقا او چورې ولسوالۍ کې د بهرنیو د هوايي ځواک په مرسته شوي دي.
نوموړی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۸ وسله وال وژل شوي، ۳ ټپيان شوي او یوه اندازه وسلې یې له منځه وړل شوې دي.
د ده په خبره، په چورې ولسوالۍ کې بیا د ملي اردو د ځواکونو او سله والو طالبانو تر منځ نښته شوې چې پر مهال یې ۷ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د دې تر څنګ په خاص اروزګان ولسوالۍ کې بیا په هوايي برید کې ۳ وسله وال وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن