ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړه شوو شمېر له دوو زرو واوښت

چین کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړه شوو شمېر له دوو زرو واوښت

author avatar
19 Feb 2020 - 12:18
چین کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړه شوو شمېر له دوو زرو واوښت
author avatar
19 Feb 2020 - 12:18

کابل (پژواک، ٣٠  سلواغه ٩٨): د چين  حکومت ويلي چې په دغه هېواد کې له کرونا ويروسه د مړو شوو کسانو شمېر له دوه زره کسانو اوښتى او لسګونه زره نور پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

دا  ناروغي چې د چين له اوهان ښاره پيل شوې، اوس د ټول چين ترڅنګ په ٢٥ نورو هېوادونو کې هم خپره شوې ده.

نړيوالو رسنيو د سلواغې په ٣٠مه د چين د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې له کرونا ويروس څخه د مړه شوو کسانو شمېر له  دوو زرو اوښتی دی.

سرچينو زياته کړې چې ډېر زيات تلفات د چين په هوبې ولايت کې چې اوهان ښار يې مرکز دى، اوښتى دى.

د چين د روغتيا ملي کمېسيون وايي چې يواځې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو ښارونو کې ١٣٦ کسان مړه شوي او دغه راز د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠٠٤ تنو ته رسېدلی دی.

دغه راز ياد کمېسيون په ډاګه کړې ١٧٤٩ نورې تازه پېښې ثبت شوې او په دې سره په چين کې د ټولو ناروغانو شمېر له ٧٠ زرو څخه اوښتى دى.

د يادونې ده، د چين په اوهان ښار کې د ٥٠ محصلينو ترڅنګ ٦٢ افغانان هم مېشت دي، د افغانستان حکومت د هغوى د لېږدولو پرېکړه کړې ده، خو تر اوسه د چين حکومت په دې اړه اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه چې هلته مېشت ټول خلک قرنطين شوي دي.

د افغانستان حکومت هم په ټولو نړيوالو هوايي ډګرونو او بندرونو کې روغتيايي ټيمونو ګومارلي دي، څو له بهرنيو هېوادونو د راتلونکو کسانو پلټنه او معاينه وکړي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز په کابل او هرات کې د کرونا ناروغۍ د درملنې د روغتونونو له پرانيستې وروسته پرون په بلخ ولايت کې هم يو ٣٠ بستريز روغتون پرانيست.

هغه  وويل چې په افغانستان کې د کرونا وايروس د تشخيص زمينه برابره شوه.

د فيروز په وينا، وړاندې له دې به دوی د مشکوکو خلکو طبي معاينات بهرنيو هېوادونو ته د تشخيص په موخه استول.

د عامې روغتيا وزير ډاډ  ورکړ چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا  وايروس هېڅ ډول مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.