د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تر بل هر څه بايد سولې ته لومړيتوب ورکړل شي

تر بل هر څه بايد سولې ته لومړيتوب ورکړل شي

Feb 19, 2020 - 16:33

مزارشريف (پژواک،۳۰ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان وايي چې په اوسنيو شرايطو کې دې د سولې اړوند خبرو ته تر بل هر څه لومړيتوب ورکړل شي.

دوی چې د سلواغې په ۳۰مه په مزارشريف ښار کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د ۳۱مې کاليزې په وياړ راټول شوي وو، همدا راز يې غوښتنه وکړه چې د تاوتريخوالي کمولو لړۍ دې ژر تر ژره پيل شي.

ديني عالم مولوي لعل محمد ته وويل چې په تېرو څه باندې درې لسيزو کې د جګړو او تاوتريخوالي له امله سلګونه زره بېګناه افغانان ووژل شول.

نوموړي زياته کړه چې وخت را رسېدلی څو له دې وروسته روان وضعيت ته د پای ټکی کېښودل شي.

د هغه په وينا، په اوسنيو شرايطو کې بايد د سولې خبرو ته پر بل هر څه لومړيتوب ورکړل شي.

دغه ديني عالم وويل چې روانه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او افغانانو ته له بدبختۍ پرته نور هېڅ هم نه شي ورکولای.

هغه په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې بين الافغاني خبرو ته دې سره کېني او روانه لانجه دې د مذاکراتو له لارې حل کړي.

قومي مشر حاجي خان اغا رضايي پژواک ته وويل چې د جنګ له لارې هېڅ لوری خپلو اهدافو ته نه شي رسېدلی.

نوموړي زياته کړه چې تېرو شاوخوا دوه لسيزو جګړو وښودله چې د هيواد روانه کشاله يواځې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

هغه د هيواد په سياسي رهبرانو هم غږ وکړ چې له هر ډول خپلمنځي اختلافاتو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.

ياد قومي مشر وويل چې د افغان سياسيونو خپل منځي مخالفتونو له امله د سولې روانې خبرې زيان ويني چې له امله به يې هيواد نوي بحران ته لاړ شي.

هغه همدا راز تاکيد وکړ چې د تاوتريخوالي کمېدو په دويم پړاو کې دې سراسري اوربند هم وشي.

د بلخ ولايت د مدني ټولنو د اتحاديې مشر حميد صفوت پژواک ته وويل چې د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو لپاره بايد له موجود فرصت څخه ګټه پورته کړای شي.

نوموړي زياته کړه چې د سولې خبرو پيل لپاره دې هېڅ لوری شرايط نه وړاندې کوي؛ خو زياته يې کړه چې د خبرو په جريان کې بايد ځيني مسايل د سرو کرښو په توګه مطرح شي.

صفوت وويل: ((په ټوله کې افغانان باعزته سوله غواړي، د باعزته سولې مفهوم دا دی چې ټولنيز عدالت، د بيان ازادي او بشري حقونه دې نه قرباني کېږي، موږ بايد داسې يوې سولې ته ورسېږو چې په ترڅ کې يې هيواد پرمختګ وکړي.))

هغه هم زياتوي چې د جګړې ټول اړخونه بايد د سولې مذاکراتو د برياليتوب لپاره هڅې وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله شازيه حقجو بيا وايي چې د تاوتريخوالي له کمېدو او اوربند پرته د سولې خبرې نتيجه نه ورکوي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند او بين الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

نوموړې وايي چې د سولې په روانو خبرو کې بايد د افغانستان د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې هم خوندي شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement