کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸) : د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسمشر اشرف غني ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا سند او وثیقه ورکړه.
د ولسمشرۍ ټاکنې چې د روان لمریز کال د تلې په ۶ مه ترسره شوې وې، له ډیرو ناندریو او جنجالونو په پایله کې یې پرون وروستۍ پایلې اعلا شوې.
په دې پایلو کې اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنې رایو خپلولو سره لومړی مقام خپل او ګټونکی اعلان شو، ډاکټر عبدالله ۳۹،۴۱ سلنه رایو سره دویم او ګلبدین حکمتیار شاوخوا درې سلنه رایو سره دریم مقام خپل کړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سلواغې په ۳۰مه، تر ماښام وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولسمشر اشرف غني ته د بریا وثیقه یا سند ورکړ.
په دې مراسمو کې د ولسمشر دواړو مرستیالانو، د کمیسیون کمشنرانو او ددولت ساز ټیم ګڼ شمیر غړو ګډون کړي وو.
ولسمشر غني له ټاکنیزو کمیسیونونو مننه وکړه او ویې چې خپل مسوولیتونه یې په ښه توګه ترسره کړه، هغه په ډاګه کړه، چې په ټاکنو کې یې هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې.
هغه وویل، تر پرونه پورې خبر نه و، چې وروستۍ پایلې کله اعلانیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې ولسمشر غني ته د وثیقې ورکولو پر مهال وویل چې ټول کارونه یې د قانون سره سم ترره کړي دي.
دا په داسې حال کې چې د ولسمشر غني ستر سیال ډاکټر عبدالله د ټآکنو د پایلو له منلو انکار کړی او ګواښ یې کړی چې خپله یو ټول شموله حکومت اعلانوی.
دغه راز یو شمیر نورو کاندیدانو هم دا پایلې رد کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن