ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : د سولې هره مرحله خپل قید او شرط لري

غني : د سولې هره مرحله خپل قید او شرط لري

author avatar
19 Feb 2020 - 17:28
غني : د سولې هره مرحله خپل قید او شرط لري
author avatar
19 Feb 2020 - 17:28

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨) : ولسمشر اشرف غني خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې له خبرو هېڅ ډول ډار  ونه لري او د سولې هره مرحله خپل قید او شرط لري.

له ارګ څخه دسلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د هېواد د ولایتي شوراګانو مشرتابه او غړیو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې لومړی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي ريیس عبدالمتین بېک خبرې وکړې او ويې وویل، تر بل هر وخت د ولایتي شوراګانو او حکومت ترمنځ همغږي زیاته شوې او دغو شوراګانو د سولې مشورتي لویه جرګه کې د سولې د کرښو او کړنلارې ټاکلو کې مهم رول درلود.

د ولایتي شوراګانو د ښځینه غړو په استازولۍ د بادغیس د ولایتي شورا منشي مونسه قادري پر دې په ټینګار چې د سولې په خبرو کې باید د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي وویل، د جګړې لومړني قربانیان ښځې دي او په مذاکراتي ټیم کې باید د ښځو ونډه له پامه ونه غورځول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ددولت ساز ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح د سولې په اړه مشورې مهمې وبللې ويې ویل، په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې کېږي او د سولې رامنځته شوي  فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي.

ولسمشر اشرف غني د ولایتي شوراګانو مشرتابه او استازو په وینا کې د ولایتي شوراګانو د اجماع ستاینه وکړه ويې ویل، په راتلونکو میاشتو کې به اساسي تمرکز پر ولسوالیو او کلیو وي او په انکشافي کارونو او سوله کې به ولایتي شوراګانو سره مشورې کېږي.

هغه د ولایتي شوراګانو ښځینه غړو ته په خطاب کې وویل، په سوله کې د ښځو مشارکت تضمین شوی او د مذاکراتي ټیم هر غړی به د ښځو د حقونو دفاع کوي. د سولې د لوی هدف لپاره به یو کوچنی، قوي او ټولشموله ټیم جوړېږي.

اشرف غني په ټینګار سره وویل، په جمهوریت او د وګړو په حقونو باندې معامله نه کېږي او د سولې هره پرېکړه به د ملي شورا او د اړتیا په صورت کې د لویې جرګې او رایې له لارې کېږي او نوی نسل هېچاته اجازه نه ورکوي چې په حقونو یې معامله وشي.

ولسمشر خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې له خبرو هیڅ ډول ډار ونه لري او د سولې هره مرحله خپل قید او شرط لري. د همدغو شرایطو پر اساس به تاوتریخوالی کمېږي چې بالاخره د اوربند لامل شي.

د هغه په وينا، سوله د خلکو اساسي غوښتنه ده، خو حکومتولي به هم روانه وي. خلک به په نږدې راتلونکې کې د لویو انکشافي پروژو د پیلېدو شاهدان واوسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.