د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: دامنيتي ځواکونو د ملاتړ په تړاو له امريکا او ناټو سره تړونونه په خپل ځاى دي

ولسمشر: دامنيتي ځواکونو د ملاتړ په تړاو له امريکا او ناټو سره تړونونه په خپل ځاى دي

Feb 19, 2020 - 17:20

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د مذاکراتو ټیم حدود د افغانستان دولت له لوري ټاکل کېږي او دغه بهیر به د ولس په څارنه، ملاتړ او توافق ترسره شي.

له ارګ څخه دسلواغې په ٣٠مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د سولې په تړاو د سلا مشورو په لړ کې نن د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره وليدل.

سرچينې زياته کړې په دغه کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ هم شتون درلود، ولسمشر غني ملي پولیسو ته په خطاب کې وویل : (( زما، ولس، نظام او نړیوالو مطلق ملاتړ لرئ او ستاسو په اتلولیو او سرښندنو ټول ولس ویاړي او د تاریخ په اوږدو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه بېساری ولسي ملاتړ له ځانه سره لري. ))

هغه زیاته کړه : (( موږ د تاریخ نوي پړاوو ته چې لومړی ځل طالبانو د تاوتریخوالي بنیادي کمولو او په اوربند د بدلېدو موافقه کړې داخلېږو. ))

ولسمشر وايي، په دغه پړاوو کې به ملي اردو فرصتونو او خطرونو ته په کتو بشپړ چمتووالی ولري او ملي پولیس به د امنیت د تامین په لومړۍ کرښه کې قرار ولري.

اشرف غني امنیه قوماندانانو ته په خطاب کې وویل، تاسو د خلکو، لویو لارو او خصوصي سکتور د امنیت د تامین ترڅنګ د افغانستان  دولت د استازو په توګه دا مسوولیت هم لرئ چې خلکو سره له نږدې په تماس کې واوسئ او د دوی اندېښنو ته په ځواب ویلو سره د هغوی رضایت هم ترلاسه کړئ. 

نوموړي وويل چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل کې هېڅ بدلون نه راځي او نړیوالو متحدینو په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو او د ناټو غړو هېوادونو سره په دې برخه کې شوي تړونونه او د دوی ژمنې پرخپل ځای دي.

ولسمشر امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ستاسو مبارزه د خدای تعالی د رضا، د ملي بیرغ، هېواد او ولس د دفاع لپاره ده او ستاسو د اتلولیو او سرښندنو له برکته د سولې زمینه برابره شوې او په ډېر دقت باید له دغه فرصت څخه اعظمي استفاده وشي.  

هغه ملي پولیس په تېرو کلونو کې له خپلې اصلي دندې چې د قانون حاکمیت، د جرمونو کشف او د محاکمو د پرېکړو پلي کول دي، جنګ ته سوق شوي وو، مګر په دې وروستیو کې دوی دخپلو اصلي دندو په ترسره کولو مسوول او متمرکز شوي دي.  

اشرف غني څرګنده کړه، د مذاکراتو ټیم حدود د افغانستان  دولت له لوري ټاکل کېږي او دغه بهیر به د ولس په څارنه، ملاتړ او توافق ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې د کورنیو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال ستر پاسوال عبدالصبور قانع او د غور امنیه قوماندان سمونمل امین الله احمدزي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه او په ځانګړي ډول ملي پولیس د عالي مقام او رهبرۍ د لارښوونو عملي کولو ته چمتو دي او همدارنګه به د هېواد او ولس د دفاع، ساتنې او خدمت په برخو کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking