د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټرمپ له طالبانو سره د هوکړه ليک لاسليک کېدا ته هيله مندي ښودلې

ټرمپ له طالبانو سره د هوکړه ليک لاسليک کېدا ته هيله مندي ښودلې

Feb 19, 2020 - 12:14

 

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هيله مندي څرګنده کړې چې دغه ځل له طالبانو سره د سولې هوکړه ليک لاسليک کړي.

بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پاى ته رسېدلې او ډېر ژر به د لاسليک په اړه وروستۍ پرېکړې اعلان شي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ پرون له واشنګټنه کلفورنيا ايالت ته له روانېدلو مخکې په اينډريوز هوايي ډګر کې له خبريالانو سره خبرو کې هيله مندي ښودلې چې له طالبانو د سولې په اړه به يوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي ټينګار کړی چې له وسله‌ والو طالبانو سره د سولې په اړه مطلوبې پايلې ته د رسېدو په موخه مذاکرلات کوي.

دغه راز ټرمپ يو ځل بيا ويلي چې کولی شي د افغانستان جګړه ژر ختمه کړي، خو نه غواړي په دغه هېواد کې بې ګناه خلک ووژني.

بلخوا په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نږدې سرچينې وايي چې د دواړو ډلو ترمنځ د تاوتريخوالي پر کمولو هوکړه کړې ده.

يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، د اټکل له مخې د تاوتريخوالي کمول به راتلونکې اوونۍ د دوشنبې له ورځې (د کب ٣مه نېټه) پيلېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، که چېرې د يوې اوونۍ په اوږدو کې د تاوتريخوالي کمولو پروسه بريالۍ شوه، نو د کب په لسمه به د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي.

ياده سرچينه وايي، له ياد لاسليک وروسته به هڅه کېږي چې ژر تر ژره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې اترې پيل شي.

د سرچينې په وينا، د بين الافغاني مذاکراتو لپاره جرمني او ناروې ډېره لېوالتيا ښودلې، دغه راز اندونيزيا او ازبکستان هم غواړي ددې خبرو کوربه توب وکړي.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، چې په بين الافغاني مذاکراتو کې لومړى د بنديانو پر خوشې کولو او اوربند خبرې کېږي.

دغې سرچينې زياته کړه، تر څو چې په بين الافغاني مذاکراتو کې پر اوربند موافقه کېږي، تر هغو به د تاوتريخوالي کمولو پروسه روانه وي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ولسمشر وياند صديق صديقي په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې هر بند مشروط دى.

د طالبانو د قطر دفتر مرستيال هم رسنيو ته ويلي چې له امريکا سره يې خبرې پاى ته رسېدلې او ډېر ژر به هوکړه ليک به لاسليک شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking