د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار او اروزګان کې د هوايي بريدونو له امله وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار او اروزګان کې د هوايي بريدونو له امله وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Feb 19, 2020 - 17:46

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار او اروزګان ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، بهرنیو ځواکونو د تخته پل ولسوالۍ په ماکیانو سیمه کې د وسله والو طالبانو یوه ډله له هوا څخه په نښه کړې او پر هغوی یې بمبار کړی.

دی وايي، په دغه هوايي برید کې ۸ وسله وال وژل شوي او وسلې یې له منځه تللې دي.

دغه راز دی زیاتوي چې د خاکرېز ولسوالۍ په لعم سیمه کې هم په ورته توګه پر یوه هاموې موټر برید کړی چې وسله والو له امنیتي ځواکونو څخه نیولی و.

د ده په خبره، د بهرنیو ځواکونو په دغه هوايي برید کې په هاموې موټر کې سپاره ۱۲ وسله وال وژل شوي، د هغوی موټر سایکلونه او سلې هم له منځه تللي دي.

بله خوا په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیی علوي وايي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې یې عملیات کړي چې پر مهال یې ۳ وسله وال وژل شوي او ۲ ټپيان شوي دي.

نوموړي پژواک ته وویل، د خالد ۹۸ په نوم دغه عملیات د افغان او بهرنیو د هوايي ځواک په ملتیا شوي دي.

دغه راز د کندهار په ګاونډ اروزګان ولایت کې هم د ملي اردو په عملیاتو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۹ تنه ټپيان شوي دي.

علوي پژواک ته وویل، د خالد ۹۸ په چوکاټ کې د اتل ۱۹ په نوم دغه عملیات د اروزګان د ترینکوټ په سبزخانقا او چورې ولسوالۍ کې د بهرنیو د هوايي ځواک په مرسته شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۸ وسله وال وژل شوي، ۳ ټپيان شوي او یوه اندازه وسلې یې له منځه وړل شوې دي.

د ده په خبره، په چورې ولسوالۍ کې بیا د ملي اردو د ځواکونو او سله والو طالبانو تر منځ نښته شوې چې پر مهال یې ۷ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د دې تر څنګ په خاص اروزګان ولسوالۍ کې بیا په هوايي برید کې ۳ وسله وال وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، په دغو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

په کندهار او ارزوګان کې دغه بریدونه په داسې حال ترسره کېږي چې ویل کېږي د سولې د خبرو په لړ کې د جګړې ښکېلې غاړې د تاوتریخوالي پر کمولو سلا شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking