جلال اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٨): د هېواد له ٢١ ولایتونو ننګرهار ته ورغلو فرهنګيانو او مدني فعالانو د جلال اباد ښار په مرکزي درمسال کې له سیک مذهبه لږکیو سره د ملاتړ، خواخوږۍ او ډاډ ورکولو غونډه جوړه کړه.
دغه فرهګيان او مدني فعالان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ پروګرام په نوښت ننګرهار ولايت ته تللي دي.
د ولسي ملاتړ برنامې مشر زین الله شهیدزی د يادې غونډې پر مهال وویل چې هندوان او سیکان د دغه هېواد ګلونه او رښتیني افغانان دي.
هغه یو کال وړاندې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شوو څوارلس سیک مشرانو په درناوي د وطندار برنامې له لوري د ګلونو هغه اکلیل هم د درمسال کلانتر جزبیر سینګ او ویاند هرندر سینګ خالصه او نورو مشرانو ته وړاندې کړ چې د هېوادوالو د مینې او خواخوږۍ د سمبول په بڼه چمتو شوی و.
شهیدزي زياته کړه چې هندوان او سیکان لکه د نورو افغانانو په شان کلتوري، فرهنګي او مذهبي ازادي لري او افغانه ټولنه یې د خپل وجود برخه ګڼي.
نوموړي د زده کړو په برخه کې د هندو سیک ټولنې ستونزو ته په اشارې وویل چې د دولت د لوړ پوړو چارواکو پام باید ورته را واوړي.
د جلال اباد درمسال ویاند هرندرسینګ خالصه له ګډونوالو مننه وکړه چې د دوی پوښتنه یې وکړه، مینه یې ورکړه او د خواخوږۍ مراتب یې ورته وړاندې کړل.
نوموړي وويل چې خپل دین یې ورته له بېوزلو سره د مرستې، په ټولنه کې د ریښتینولۍ، د خدای د بنده ګۍ او چا ته د زيان نه رسولو لارښونې لري.
خالصه وايي، له پنځه سوه کلونو راهیسي یې په جلال اباد ښار کې درمسال اباد شوی او د دوی مذهبي لارښود ګورو، بابا نانک په کندهار، خوست، ګردېز، څمکنیو او سره رود ولسوالۍ کې پر عبادت وخت تېر کړی.
ده زياته کړه: "عسکري مو کړې، قربانۍ مو ورکړې، پېژندپاڼې لرو خو لا هم ګڼې ستونزې لرو او د وطن د اصیلو بچیو په سترګه راته نه کتل کېږي"
د هغه په وينا، په روانو جګړو کې یې ٧٧ کسان وژل شوي چې وروستۍ پېښه یې یو کال وړاندې وه.
د ننګرهار د اطلاعاتو و کلتور رییس رحيم الله خوږیاڼي وویل، پوهنې ریاست هندوانو او سیکانو ته جلا ښوونځی جوړ کړی، په دولتي لګښت به د سره رود د سلطان پور چینې چې سیکان ورته په مذهبي تقدس قایل دي، تر را روان ویساک وړاندې ورغوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن