ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«که غني او عبدالله خپل ضد ته دوام ورکړي ټول شموله ملي حکومت جوړوو»

«که غني او عبدالله خپل ضد ته دوام ورکړي ټول شموله ملي حکومت جوړوو»

author avatar
20 Feb 2020 - 18:11
«که غني او عبدالله خپل ضد ته دوام ورکړي ټول شموله ملي حکومت جوړوو»
author avatar
20 Feb 2020 - 18:11

کابل(پژواک، د کب لومړۍ ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو د غوښتنې ترڅنګ ګواښ وکړ چې که دوه مخکښ ټېمونه له یوبل سره جوړ نه شي دغه شورا به ټول شموله ملي حکومت جوړکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ټولو معتبرو رایو د ۵۰.۶۴ سلنه په ترلاسه کولو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ (د ټولو معتبرو رایو د ۵۰،۶۴ سلنه) رایې ، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱، (د ټولو معتبرو رایو۳۹،۵۲ سلنه) رایې او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ (د ټولو معتبرو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د شورا غړي عبدالحکیم تورسن نن په کابل کې ددې شورا خبري ناستې ته وویل، ټاکنیزو کمېسیونونو یو طرفه عمل کړی او د ټاکنو پایلې باید لغوه شي.

هغه وویل، ارګ د هېواد شرایط نه دي درک کړي او پر ټاکنیزو کمېسیونونو یې فشار راوړ چې د ټاکنو تقلبي پایله اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنرانو ملي خیانت ترسره کړی او اوس هېڅ هېواد تیار نه دی چې وېزه ورکړي.))

هغه روښانه کړه چې ولسمشر غني او اجرایيه رییس غواړي هېواد بحران، بې ثباتۍ او تجزیې لوري ته کش کړي، خو د افغانستان خلک به ددغه ډول کار اجازه ور نه کړي.

تورسن د ولسمشر او اجرایيه رییس ضد ته په اشاره وویل، که دې کار ته دوام ورکړي د ولسمشرۍ شورا نوماندان به خلکو ته په مراجعه په نږدې راتلونکي کې ټول شموله حکومت جوړ کړي.

د نوماندانو شورا بل غړي احمد ولي مسعود هم وویل، د روان کال د تلې د شپږمې ولسمشرۍ

ټاکنې باید لغوه شي، ځکه د یووالي پر ځای د هېوادوالو د بې اتفاقۍ او اندېښنو سبب شوې دي.

مسعود زیاته کړه، ټاکنیز کمېسیونونه د ولسمشرۍ ټاکنو، احکامو او قوانینو په مدیریت کې پاتې راغلي او د ټاکنو د پایلو په اعلان یې هېواد د بحران تازه مرحلې ته داخل کړی دی.

هغه ددې په روښانولو چې نوماندانو شورا دوه انتخابه لري وویل، لومړی باید د ټاکنو پایله لغوه او د مشروعیت لپاره د ملي مشارکت حکومت جوړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.