کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٨) : اروپايي ټولنې ولسمشر اشرف غني ته په ټاکنو کې د بريا د مبارکۍ ترڅنګ له نوي افغان حکومت سره د ګډ کار کولو ژمنه کړې ده.
په کابل کې د اروپايي ټولنې له خوا د افغان ولسمشريزو ټاکنو د وروستيو پايلو په تړاو د دغې نړيوالې ټولنې خبرپاڼه خپره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنيتي پاليسۍ د برخې مسوول جوزېف بروېل پرون ولسمشر اشرف غني سره ټيلېفوني خبرې کړې او هغه ته يې په ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړې ده.
نوموړي د دې اعلان د هرکلي ترڅنګ ويلي چې د ټاکنيزو کمېسيونونو له خوا له څو مياشتو ارزونو او پلټنو وروسته دا پروسه پاى ته ورسېده.
اروپايي ټولنې د افغانستان د ټاکنيزو کمېسيونونو ستاينه کړې چې د سختو ننګونو او ستونزو سره سره يې خپل کار په ښه توګه پاى ته ورساوه.
ددغې ټولنې د بهرنۍ او امنيتي پاليسۍ د برخې مسوول جوزېف بروېل زياته کړې چې دوى تل د افغانستان د اساسي قانون او بنسټونو څخه ملاتړ کړی دی.
سرچينې زياته کړې، اروپايي اتحاديه به د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له نوي حکومت سره په ګډه کار کوي.
نوموړي د ولسمشر غني د هغو څرګندونو هرکلى کړى چې غواړي په افغانستان کې يو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
جوزيف په ډاګه کړې چې له دې وروسته بايد د سولې پروسې ته زياته پاملرنه وشي او اروپايي ټولنه ژمنه ده، چې د سولې پروسې سره به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
بلخوا دامريکا د مشرانو جرګې مشهور سناتور لينډسي ګراهم او د امريکا د وسله والو ځواکونو د لوى درستيز پخواني مرستيال جيک کين هم اشرف غني ته مبارکي ورکړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن