کندهار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۸): د کندهار اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې د ټاکنیزو کمېسیونونو د وروستیو پرېکړو ملاتړ وکړ او اشرف غني یې د هېواد منتخب ولسمشر وګاڼه.
د غونډې برخه والو پر نورو ټاکنیزو ټیمونو او نوماندانو غږ وکړ چې د ټاکنو پایلې ومني او د وضعیت له بحراني کولو ډډه وکړي.
په دې غونډه کې د کندهار ښار او ولسوالیو سلګونو مشرانو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
د کندهار یوه مشر احمد شاه سپر وویل، ټاکنیز کمېسیونونه قانوني حیثیت لري او له دغو خپلواکو بنسټونو پرته نوماندان او نور دا حق نه لري چې د پایلو په نه منلو قانون وننګوي.
ده وویل، که څه هم ټاکنیزو کمېسیونونو له اوږده ځنډ وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړې چې دغه وضعیت خلک ستومانه کړي وو، خو د هغوی پرېکړه ټول ولس ته منلو ده او قانوني حیثیت لري.
نوموړي د ولسمشرۍ پر ټاکنیزو ټیمونو او نوماندانو غږ وکړ چې د ډیموکراسۍ له اصولو سره سم د ټاکنو پایلې ومني او بریالي ټیم ته د بریا مبارکي ورکړي.
د ده په باور، هېواد له مخکې په ستونزو کې راګير دی، د ټاکنیزو ټیمونو او نوماندانو ناقانونه کړنې یې نور هم د بحران خوا ته بېولای شي.
د کندهار قومي مشر حاجي محمد ولي هوتک هم وویل چې د سولې خبرې او نورې مهمې چارې په مخ کې دي، ټاکنیز ټیمونه او سیاسي مشران دې دغو چارو ته پام وکړي او د خپلو شخصي غوښتنو لپاره دې هېواد او خلک بحران ته نه وړي.
ده زیاته کړه، د اساسي قانون او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په شتون کې چې غړي یې د ټولو نوماندانو په خوښه ټاکل شوي، د یوه نوماند له خوا د ټاکنو د پایلو نه منل، کشمکش او بحران جوړول او خپل ځان ولمسشر اعلانول له ملي ګټو او ټولو ارزښتونو خلاف کار دی.
دی وايي، د کندهار اوسېدونکي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ټاکنو د پایلو ملاتړ او دفاع کوي.
غونډې ته یو شمېر نورو مشرانو او ځوانانو هم ویناوې وکړې او په یوه غږ یې له سیاسي مشرانو وغوښتل چې د ملت پر حال ورحمېږي او هېواد دې د خپلو شخصي ګټو نه قرباني کوي.
د غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې په کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی شوی و او له نورو نوماندانو یې غوښتي وو چې قانون دې په خپل لاس کې نه اخلي او په بشپړ ملي یووالي دې هېواد د سولې او پرمختګ په برخه کې خپل رول ادا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن