ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د سولې پروسه فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري

غني: د سولې پروسه فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري

author avatar
20 Feb 2020 - 16:06
غني: د سولې پروسه فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري
author avatar
20 Feb 2020 - 16:06

کابل (پژواک، کب لومړۍ نېټه ٩٨): ولسمشر غني وايي، د سولې پروسه فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري او په دې برخه کې هره مهمه پرېکړه به له ولس سره په سلا او مشوره ترسره کېږي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي، دغه خبرې د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې مشرتابه، اداري پلاوي او د بېلابېلو کمېسیونونو استازو سره په ګلخانه ماڼۍ کې مشورتي غونډه کې کړې دي.

سرچينه زياتوي چې ولسمشر غني په دې غونډه کې زياته کړه چې سوله په ټولو افغانانو پورې اړه لري او د سولې پروسې په اړه له بېلابېلو اقشارو او د ولس استازو سره مشورې کېږي.

د ده په وينا، د سولې پروسې ترڅنګ د حکومتولۍ چارې او د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي هم ادامه لري.

ده وویل: "سوله د ولس اساسي غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب او مسوولیت او د سولې پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره د ټولو نظریات، وړاندیزونه او مشورې اورو، ځکه د سولې پروسې بریا د ولس بریا ده، نو د دې لپاره باید واحد دریځ او غږ ولرو."

هغه زیاته کړه، د جمهوري ریاست بنسټ واحد صف او غږ لري. 

ده څرګنده کړه، ۹۴ سلنه عملیات زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه مستقل ترسره کوي او ورځ تر بلې د دوی محاربوي وړتیاوې پیاوړې کېږي. د مونیخ امنیتي کنفرانس څنډه کې په کتنو کې د بېلابېلو هېوادونو مقاماتو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونود اتلولیو او لاسته راوړنو یادونه وکړه.

د غني په خبره، د سولې پروسې په اړه مشورتي ناستې به ادامه ولري او موږ باید د ولس د نبض استازیتوب وکړو. د تنوع او کیفیت ترڅنګ د مذاکره کوونکي پلاوي موثریت او انعطاف مهم دی او د سولې لپاره له دغه برابر شوي فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي.

هغه زیاته کړه، جمهوریت، د وطنوالو اساسي حقونه او امنیتي او دفاعي ځواکونه هغه مسایل دي چې هیڅ بحث او معامله ورباندې نه شي کېدای.

اشرف غني وویل، د تلپاتې او باعزته سولې د تامین لپاره له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره د طالبانو د اړیکو وضاحت، له  تروریستي شبکو سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدل، د دوی د پټنځایونو، نشه یي توکو او جرمي اقتصاد د ستونزو حل حتمي دی.

د ده په وينا، د سولې پروسې مذاکرات به د ولس په سلا او توافق ترسره کېږي. په دې برخه کې هره مهمه پرېکړه او تصمیم به د دوی د سلا مشورو په اساس.

هغه زیاته کړه، د سولې پروسې فرصتونه او احتمالي خطرونه به د ولس په مشوره او ملاتړ د هېواد ملي ګټو ته په کتو مدیریت او فیصله شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.