ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ښوونځيوکې په مورنۍ ژبې د زده کړو لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي”

” ښوونځيوکې په مورنۍ ژبې د زده کړو لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي”

author avatar
20 Feb 2020 - 16:28
” ښوونځيوکې په مورنۍ ژبې د زده کړو لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي”
author avatar
20 Feb 2020 - 16:28

کابل(پژواک، کب لومړۍ نېټه ۹۸): د کابل ښار د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د نیمګړو تشکیلاتو له امله دوى نه شي کولاى په ښوونځيو په مورنۍ ژبه زده کړو ته زمينه برابره کړي.

دغه څرګندونې د کابل ښار د پوهنې رييس عبدالعزیز هاشمي د کب په لومړۍ نېټه په کابل کې د افغان کلتوري ټولنې ګډې جرګې له خوا د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځې د نمانځلو په اړه جوړه شوې غونډې ته وکړې.

ده زياته کړه که څه هم هر کال له ښوونکو څخه ازموينه اخيستل کيږي، خو د حکومت له خوا دوی ته پوره تشکیل نه ورکول کیږي، ځکه د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د هېواد په ځينو ولایتونو کې د پښتو او په ځينو نورو کې د دري ژبې د ښوونکو له کموالي سره مخ دي چې له امله يې دوى نه شي کولاى زده کوونکو ته په مورنۍ ژبه زده کړې پيل کړي.

ده وويل، که چېرې د حکومت له خوا دوی ته پوره تشکیل ورکړل شي نو د مسلکي ښوونکو کچه به لوړه او زده کوونکو ته  به په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره شي.

همدا راز د کابل ښار د پوهنې رياست مرستیال محمد اصف وویل چې په ښوونځيو کې پر مورنۍ ژبې د زده کړو لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ښوونځيو کې د غير مسلکي ښوونکو ګومارل، له ملي ژبو سره نه بلدتيا او د دري او پښتو لپاره د بې تجربې ښوونکو ګومارل هغه ستونزې دي چې له امله يې تر اوسه په مورنۍ ژبه زده کړې نه دي پيل شوي.

د غونډې یو ګډونوال عبدالرحمن رودوال پژواک ته وويل، د قانون له مخې حکومت اړ دی چې هېوادوالو ته پر مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د اساسي قانون ٤٣ ماده کې راغلي: (( زده كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې تر ثانوي دورې وړيا د دولت له خوا تاْمينېږي. دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروګرام وضع او تطبيق كړي او د مورنۍ ژبې د تدريس لپاره په هغو سيمو كې چې پرې خبرې كېږي، زمينه برابره کړي.))

رودوال وويل چې د پوهنې وزات باید په ښوونځيو کې زده کوونکو ته پر مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي تر څو په پوهنتونونو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

ده وړاندېز وکړ چې پوهنې وزارت باید ښوونکو ته سیمینارونه چمتو کړي، ترڅو بيا دوى وکولاى شي چې زده کوونکو ته په خپله مورنۍ ژبه زده کړې ورکړي.

دغه راز د افغان کلتوري ټولنې د ګډې جرګې په اعلاميه کې راغلي چې ژبه پر هويت، پوهاوي، ټولنيز يووالي او انکشاف باندې د ژورو اغېزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتېژيک ارزښت لرونکې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.