کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٨): د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ټاکنو په بهیر کې د ښکېلو نړیوالو بنسټونو ضد او نقیض څرګندونې د افغانستان د خلکو ترمنځ د بې اتفاقۍ د رامنځته کولو په برخه کې د بهرنیانو د هڅو ښکاره نښې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې کړې دي.
د کرزي له دفتره په هغه خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي يې پژواک ته هم رارسېدلې راغلي، په دې لیدنه کې چې تېر ماښام ترسره شوه په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم ګډون درلود او په هېواد کې د روانو مسایلو په تړاو په کې خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، پخواني ولسمشر په هېواد کې د روانو مسایلو په ځانګړې توګه ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو او پایلو د اعلان په تړاو د افغانستان د خلکو جدي اندېښنې له امریکايي لوري سره شریکې کړې او ویې ویل: ((د ټاکنو بهیر له امله رامنځته شوې ستونزې او په دغه بهیر کې د ښکېلو بهرنیو لوریو ضد او نقیض څرګندونې د افغانستان د خلکو د بې اتفاقۍ او زموږ د هېواد د کمزورتیا لپاره د بهرنیو هڅو ښکاره نښه ده.))
کرزي زیاته کړې: ((د افغانستان له خلکو سره د امریکا د دوستانه اړیکو د پیاوړي کولو یوازینۍ لار ددغه هېواد په نیت او چلند کې د ابهامونو لرې کول دي چې یوازې د سولې د ټینګښت او د افغانستان د خلکو ملي ارادې، یووالي او حاکمیت ته د احترام له لارې شونې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې له مخې یې ولسمشر غني ګټونکی وپېژندل شو ځينو نوماندانو او سیاستوالو د یادو پایلو د اعلان په اړه غبرګون څرګند کړ او د کمېسیون تصمیم یې ناقانونه وباله.
زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان له امله د رامنځته شوو جنجالونو له امله د ملي یووالي حکومت له مشرانو، سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره هم لیدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن