ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو ووېشل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو ووېشل شو

author avatar
20 Feb 2020 - 16:36
د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو ووېشل شو
author avatar
20 Feb 2020 - 16:36

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٨): د ولسمشر د فرمان له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو؛ د اوبو تنظیم ملي اداره او د انرژۍ تنظیم خدمتونو اداره ووېشل شو.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه په چهارچنار ماڼۍ کې د اوبو منابعو پراختیا او مدیریت تر عنوان لاندې د اوبو شپږم ملي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې رئیس او د جمهوري ریاست د چارو ادارې سرپرست الهام عمر هوتکي د جمهور رئیس فرمان ولوست چې پر اساس یې د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو؛ د اوبو تنظیم ملي اداره او د انرژۍ تنظیم خدمتونو اداره ووېشل شو او خان محمد تکل د اوبو او تنظیم ادارې د رئیس په توګه وګومارل شو.

سرچينه زياتوي، جمهور رئیس غني د اوبو شپږم ملي کنفرانس ګډونوالو ته پر دې په ټینګار چې حکومت د اوبو مدیریت یو جامع پلان لري، وویل، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان ټولې اوبه جهت پیدا کوي.

ده زیاته کړه، تر ځمکې لاندې اوبو څخه ناسمه استفاده بحران رامنځته کوي او د عامه پوهاوي له لارې مهمه ده، خلک د دغې ملي پانګې په ساتلو کې همکاري وکړي.

د ده په وينا، په راتلونکو دوو کلونو کې به د استنادي دېوالونو، سربندونو او چیک ډیمونو له لارې د هیواد د اوبو عمده برخه مدیریت شي او په دې موده کې به د لویو بندونو په ډیزاین او مطالعاتو اساسي کار وشي.

نوموړي د اوبو متوازن انکشاف ته په اشارې وویل، په راتلونکو کلونو کې به د حکومت ډېر تمرکز پر ولسوالیو وي او د خلکو د اساسي اړتیا په توګه د څښاک اوبو برابرولو ته جدي پام کېږي.

ده د خپلو خبرو په پای کې په ولسوالیو او کلیو کې د اوبو مدیریت د ولسي سیستم په بیاراژوندي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، دغه شوراګانې باید په منظمو حرکتونو او کمپنیو بدلې شي. له پولو دباندې اوبه هم مدیریت کېږي او د نړیوالو قوانینو پر اساس په ټولو مواردو کې برلاسي یوو.

د خبرپاڼې په حواله، په دغه کنفرانس کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست خان محمد تکل د کنفرانس موخه، د اوبو سکتور کې د حکومت لاسته راوړنې او پنځه کلن پلان تشریح کړ.

نوموړي وویل، حکومت د اوبو ملي ستراتېژۍ له لارې د کرنیزو او څښاک اوبو د تنظیم او وېش لپاره د اوبو په حکومتولۍ جدي کار کوي او د اوبو د تنظیم قانون له لارې به په ټول هېواد کې د اوبو سرچینې مدیریت شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د اوبو مدیریت د کرنې د انکشاف مهم لامل وباله، ويې ویل، له اقلیمي بدلون سره بارانونه په کمېدو او د حرارت درجه په زیاتېدو ده چې دغه وضعیت د کرنې سکتور متضرره کوي او د مخنیوي لپاره یې باید اوبه مدیریت شي.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د اوبو مدیریت د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې یاد کړ، ويې ویل، د اوبو مدیریت اوس په یوه ټولنیز بحث بدل شوی او په کلیو کې خلک د دې مادې په ارزښت ښه پوه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.