د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د درې کلونو په تېرېدو لا هم د زرمت جامع جومات چارې نه دي بشپړې شوې

د درې کلونو په تېرېدو لا هم د زرمت جامع جومات چارې نه دي بشپړې شوې

Feb 20, 2020 - 11:33

ګردېز (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۸): شاوخوا درې کاله وړاندې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د يوه لوى جامع جومات د جوړېدو چارې پيل شوې، خو د چارواکو له ژمنو سره سره يې تر اوسه چارې نه دې بشپړې شوي.

د ۱۳۹۵ کال د مرغومي مياشتې په لسمه نېټه د پکتيا د پخواني والي زلمي ويسا له خوا د زرمت ولسوالۍ په مرکز کې د يوه لوی جامع جومات د جوړېدو کار پيل شو، چې مسوولينو ويل په اووه مياشتو کې به يې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي، خو د درېيو کلونو په تېرېدو يې لا هم چارې نه دي بشپړې شوي.

د سيمې اوسېدونکي د جومات د کارونو پر نه کېدو له نيوکې سربېره د دې پروژې د چارو له کيفيته هم شکايت کوي او وايي چې د جومات ځينې چارې په سم ډول نه وې تر سره شوې او قراردادي شرکت اړ شوی چې له ورانولو وروسته يې بيا ځلې ترميم کړي.

د زرمت اوسېدونکی عبدالغني وايي چې د ياد جامع جومات ډېری کارونه د لومړي قراردادي له خوا تر سره شوي و، خو ځينې برخې يې په ناسم کيفيت جوړې شوې وې او له هغې ډلې يې بعضې بېرته ترميم شوې دي.

نوموړي وويل: ((له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د جومات هېڅ کار نه دی شوی. د جومات په انګړ کې دا پرتې انبار خاورې بايد هوارې شي، ګلونه او ګلدانونه يې تنظيم شي، د اودسونو ځای نشته، د جومات لويه خونه او د اودسونو ځايونه ړنګ پراته دي اومنارونه يې هم نشته دي.))

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی انعام الله وايي چې د جومات د دوه ۳۲ متره لوړو منارونو، د اودس ځايونو او د جومات د آهن پوش لپاره څه باندې اووه ميليونه افغانۍ منظورې شوې، خو د تېر شاوخوا يو کال راهيسې د جومات هېڅ کار نه دی شوی.

انعام پژواک ته وويل: ((له څو کلونو راهيسې د جومات کارونه شروع شوي، خو تر اوسه سر ته نه دي رسېدلي، کوم چې شوي و هم مشکل يې درلوده. هغه وخت د حج او اوقافو اوسني وزير منيب صيب، چې معين و، ويلي و چې په څو مياشتو کې به جوړ شي، خو تر اوسه نه دی جوړ شوی.))

د يادې سيمې يو تن مدني فعال ميرويس باور له مسوولينو غواړي چې له ژمنې سره سم د جومات پاتې چارې په معياري کيفيت تر سره کړي.

باور پژواک ته وويل: ((د جومات سنګ مرمر سم نه دي لګول شوي، خراب شوي او بېرته ترميم غواړي. د جومات کارونه د انجنیري په اصولو سم نه و شوي او پلسترونه او ځينې ځايونه يې را تويې شوي و، هغه يې ځينې بېرته ترميم کړل.))

د پکتيا ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالغفور رحيمي د جومات د چارو ځنډ مني، خو وايي چې د جومات د ودانۍ، احاطې او اوسمهال د منارونو، آهن پوش، يوې ژورې څاه او د اودسونو د ځايونو قراردادونه بېل، بېل و؛ ځکه يې چارې په خپل وخت نه دي تر سره شوې.

رحيمي پژواک ته وويل چې وروستي قراردادي د جومات چارې ډېرې ځنډولې او که تر راتلونکې يوې مياشتې يې کارونه پيل نه کړي، قرارداد يې لغوه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د کال په سر کې يې قرارداد کړی و، له دې قراردادي سره زه هم په مشکل ککړ يم، حتی والي صيب ته مې ور ووست، هغه ضمانت هم ترې واخيست چې کار يې ژر وشي. نه پوهېږم چې قراردادي ناتوانه دی، که څه مسله ده؟))

ده ډاډ ورکړ چې د روانې مياشتې په اوږدو کې به د ياد جومات د جوړېدو چارې بېرته پيل شي.

د يادونې ده چې د زرمت جامع جومات لپاره ۲۲ ميليونه افغانۍ منظورې شوې وې، چې ټولې چارې يې پرې تر سره نه شوې او اوسمهال يې د پاتې کارونو لپاره يوولس ميليونه افغانۍ نورې منظورې شوې چې د يادو چارو سربېره د لمريزې برېښنا اسانتيا هم ورته برابره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement