د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کانونو او مالیې وزارتونو چارواکو د خپلو یوکلنو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل

د کانونو او مالیې وزارتونو چارواکو د خپلو یوکلنو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل

Feb 20, 2020 - 15:37

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٨):د کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو چارواکو نن "ملت ته د دولت حساب ورکولو" په لومړۍ ورځ د خپلو یو  کلنو کړنو په اړه معلومات ورکړل.

حکومت د تېرې سلواغې مياشتې په ۲۴مه وویل چې حکومتي ادارې د ولسمشر په امر وروسته له هغه له خلکو سره د اطلاعاتو شریکولو لړۍ پیلوي چې په دې وروستیو کې رسنیو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې پر حکومت نیوکې کولې.    

چارواکو وویل چې دغه لړۍ به یوه میاشت دوام وکړي.

نن د دغې لړۍ په لومړۍ ورځ، د کانونو او پټرولیم سرپرست عنایت الله مومند خبریالانو ته وویل، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د منرالونو۳۸ لویې او وړې پروژې او د ساختماني توکو۱۴۷پروژې د اقتصادي شورا او د افغانستان د کابینې له تایید وروسته داوطلبۍ ته سپارل شوې دي.

دی وايي، د دغه وزارت له خوا په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هرات، پروان او کاپیسا د مرمرو، د کاپیسا د تالک او د میدان وردګو د تراورتین کانونو پروژو د داوطلبۍ بهیر پیل شوی. 

هغه دا هم وویل چې د کانونو له ناقانونه کیندنو د مخنیوي په موخه د امنیتی ادارو ګډه کمېټه جوړه شوې او په ۱۶ ولایتونو کې یې په دې اړه یوه سروې تر سره کړې ده.

دی وایي، دغه وزارت د چاپیریال ساتنې له ادارې سره په همغږۍ په یو کال کې د ریګ او جغل ۱۹ کارخانې او د ګچ د تولیدولو ۳۳ نورې خارخانې چې په ناقانونه ډول یې فعالیت  کاوه، تړلي دي.

 د هغه د معلوماتو له مخې، په یو کال کې په ۱۵ ولایتونو کې ۳۵ د ګټورو توکو کانونه پېژندل شوي،  د منرالي زېرمو ۲۵۳ کیلومتره مربع سروې او نقشه کشي شوې، ۳۱۰ تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینې پېژندل شوي  او د جیولوجیکي اطلاعاتو ۱۰۹ راپورونه تحلیل او ارزول شوي دي.

همدارنګه نننۍ غونډې ته د مالیې وزارت مسوولینو هم د یاد وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال کړنو راپور وړاندې کړ.

 د دغه وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ وویل، مالیې وزارت په تېرو اتلسو کلونو کې د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د لومړي ځل لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره د مالي او اقتصادي اصلاحاتو پروګرام؛ د ارزونې په شپږ  دورو کې بشپړ کړی دی.

دی وايي:"د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي د اقتصادي اصلاحاتو، د مالي سکتور د مدیریت او اصلاح، په بانکي سکتور کې د اصلاحاتو، د عوایدو د راټولو، د لوی اقتصاد د اغېزمن مدیریت، د اقتصادي ودې، له اداري فساد سره د مبارزې او په ننګونکو شرایطو کې د پرمختګ تر لاسه کولو شاخصونو د پلي کولو په برخه کې د افغانستان له پرمختګ څخه خوښي وښوده او د افغانستان اقدامات یې بریالي وبلل."

هغه زیاته کړه چې د یادو اصلاحاتو په پلي کېدو سره د افغانستان تمویلوونکي له هېواد سره مرستو ته دوام ورکوي، خو د دې شاخصونو د نه پلي کېدو په صورت کې افغانستان خپل مالي ثبات نه شو ساتلی او د تمویلوونکو پر وړاندې یې خپل اعتبار له لاسه ورکاوه.

ځدراڼ وویل، حکومت د ۱۳۹۸ مالي کال د پراختیایي بودجې د لګښت په برخه کې د تېر کال په پرتله پرمختګ کړی او توانېدلی څه باندې ۱۳۹ میلیارده افغانۍ چې د پراختیایي بودجې ۹۴ سلنه جوړوي؛ ولګوي.

د ده په خبره، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کورنیو عوایدو د لوړېدو کچه ۲۰۸.۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې ده چې شاوخوا ۴۰ سلنه د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تمویلوي.

د مالیې وزارت مالي مرستیال نننۍ غونډې ته وویل، د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره ټوله ملي بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې له دې جملې څخه ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیایي بودجه جوړوي او په بودجه کې ۱۷ نوې پراختیایي پروژې شاملې دي.

ځدراڼ زیاتوي: "مالیې وزارت د انرژۍ په سکتور کې د عامه او خصوصي ګډون له لارې د شپږ پروژو تړون لاسلیک کړی چې د هغو د تولید ټولیز ظرفیت ۳۹۰ میګاواټه انرژۍ ته رسېږي. د یادو پروژو په پلي کېدو سره به ۲۰۰ زره کورنۍ او ۳۰۰ غټې او وړې فابریکې د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شي."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking