د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار اوسېدونکو د ټاکنیزو کمېسیونونو د وروستیو پرېکړو ملاتړ وکړ

د کندهار اوسېدونکو د ټاکنیزو کمېسیونونو د وروستیو پرېکړو ملاتړ وکړ

Feb 20, 2020 - 18:40

کندهار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه  ۹۸): د کندهار اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې د ټاکنیزو کمېسیونونو د وروستیو پرېکړو ملاتړ وکړ او اشرف غني یې د هېواد منتخب ولسمشر وګاڼه.

د غونډې برخه والو پر نورو ټاکنیزو ټیمونو او نوماندانو غږ وکړ چې د ټاکنو پایلې ومني او د وضعیت له بحراني کولو ډډه وکړي.

په دې غونډه کې د کندهار ښار او ولسوالیو سلګونو مشرانو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.

د کندهار یوه مشر احمد شاه سپر وویل، ټاکنیز کمېسیونونه قانوني حیثیت لري او له دغو خپلواکو بنسټونو پرته نوماندان او نور دا حق نه لري چې د پایلو په نه منلو قانون وننګوي.

ده وویل، که څه هم ټاکنیزو کمېسیونونو له اوږده ځنډ وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړې چې دغه وضعیت خلک ستومانه کړي وو، خو د هغوی پرېکړه ټول ولس ته منلو ده او قانوني حیثیت لري.

نوموړي د ولسمشرۍ پر ټاکنیزو ټیمونو او نوماندانو غږ وکړ چې د ډیموکراسۍ له اصولو سره سم د ټاکنو پایلې ومني او بریالي ټیم ته د بریا مبارکي ورکړي.

د ده په باور، هېواد له مخکې په ستونزو کې راګير دی، د ټاکنیزو ټیمونو او نوماندانو ناقانونه کړنې یې نور هم د بحران خوا ته بېولای شي.

د کندهار قومي مشر حاجي محمد ولي هوتک هم وویل چې د سولې خبرې او نورې مهمې چارې په مخ کې دي، ټاکنیز ټیمونه او سیاسي مشران دې دغو چارو ته پام وکړي او د خپلو شخصي غوښتنو لپاره دې هېواد او خلک بحران ته نه وړي.

ده زیاته کړه، د اساسي قانون او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په شتون کې چې غړي یې د ټولو نوماندانو په خوښه ټاکل شوي، د یوه نوماند له خوا د ټاکنو د پایلو نه منل، کشمکش او بحران جوړول او خپل ځان ولمسشر اعلانول له ملي ګټو او ټولو ارزښتونو خلاف کار دی.

دی وايي، د کندهار اوسېدونکي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ټاکنو د پایلو ملاتړ او دفاع کوي.

غونډې ته یو شمېر نورو مشرانو او ځوانانو هم ویناوې وکړې او په یوه غږ یې له سیاسي مشرانو وغوښتل چې د ملت پر حال ورحمېږي او هېواد دې د خپلو شخصي ګټو نه قرباني کوي.

د غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې په کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی شوی و او له نورو نوماندانو یې غوښتي وو چې قانون دې په خپل لاس کې نه اخلي او په بشپړ ملي یووالي دې هېواد د سولې او پرمختګ په برخه کې خپل رول ادا کړي.

د پرېکړه لیک په یوه برخه کې له نوي منتخب ولسمشر څخه غوښتنه شوې وه چې په هېواد کې د سراسري او تلپاتې سولې لپاره خپل ټول امکانات وکاروي څو په پایله کې يې جګړه ختمه او عزتمنده سوله منځ ته راشي.

د یادونې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بالاخره د سلواغې میاشتې په ۲۹مه د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړې او د دولت جوړوونې ټیم مشر ډاکټر محمد اشرف غني یې یو ځل بیا د هېواد ولسمشر اعلان کړ.

خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله او نورو د کمېسیون د پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي د ټاکنو پایلې نه مني.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan