د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: د سولې پروسه فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري

غني: د سولې پروسه فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري

Feb 20, 2020 - 16:06

کابل (پژواک، کب لومړۍ نېټه ٩٨): ولسمشر غني وايي، د سولې پروسه فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري او په دې برخه کې هره مهمه پرېکړه به له ولس سره په سلا او مشوره ترسره کېږي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي، دغه خبرې د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې مشرتابه، اداري پلاوي او د بېلابېلو کمېسیونونو استازو سره په ګلخانه ماڼۍ کې مشورتي غونډه کې کړې دي.

سرچينه زياتوي چې ولسمشر غني په دې غونډه کې زياته کړه چې سوله په ټولو افغانانو پورې اړه لري او د سولې پروسې په اړه له بېلابېلو اقشارو او د ولس استازو سره مشورې کېږي.

د ده په وينا، د سولې پروسې ترڅنګ د حکومتولۍ چارې او د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي هم ادامه لري.

ده وویل: "سوله د ولس اساسي غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب او مسوولیت او د سولې پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره د ټولو نظریات، وړاندیزونه او مشورې اورو، ځکه د سولې پروسې بریا د ولس بریا ده، نو د دې لپاره باید واحد دریځ او غږ ولرو."

هغه زیاته کړه، د جمهوري ریاست بنسټ واحد صف او غږ لري. 

ده څرګنده کړه، ۹۴ سلنه عملیات زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه مستقل ترسره کوي او ورځ تر بلې د دوی محاربوي وړتیاوې پیاوړې کېږي. د مونیخ امنیتي کنفرانس څنډه کې په کتنو کې د بېلابېلو هېوادونو مقاماتو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونود اتلولیو او لاسته راوړنو یادونه وکړه.

د غني په خبره، د سولې پروسې په اړه مشورتي ناستې به ادامه ولري او موږ باید د ولس د نبض استازیتوب وکړو. د تنوع او کیفیت ترڅنګ د مذاکره کوونکي پلاوي موثریت او انعطاف مهم دی او د سولې لپاره له دغه برابر شوي فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي.

هغه زیاته کړه، جمهوریت، د وطنوالو اساسي حقونه او امنیتي او دفاعي ځواکونه هغه مسایل دي چې هیڅ بحث او معامله ورباندې نه شي کېدای.

اشرف غني وویل، د تلپاتې او باعزته سولې د تامین لپاره له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره د طالبانو د اړیکو وضاحت، له  تروریستي شبکو سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدل، د دوی د پټنځایونو، نشه یي توکو او جرمي اقتصاد د ستونزو حل حتمي دی.

د ده په وينا، د سولې پروسې مذاکرات به د ولس په سلا او توافق ترسره کېږي. په دې برخه کې هره مهمه پرېکړه او تصمیم به د دوی د سلا مشورو په اساس.

هغه زیاته کړه، د سولې پروسې فرصتونه او احتمالي خطرونه به د ولس په مشوره او ملاتړ د هېواد ملي ګټو ته په کتو مدیریت او فیصله شي.

جمهور رئیس غني وویل، د سولې پروسه فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري، مګر موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ او بېلابېلو اقشارو سره د سلا مشورو په پایله کې د وضعیت د مهارولو او مدیریت تدابیر لرو او په دې اړه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لازمې لارښوونې شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په دې غونډه کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وخت پر وخت د ملي او مهمو مسایلو په اړه له مشرانو جرګې او نورو سره د مشورو له امله له جمهور رئیس څخه په مننې، اشرف غني ته د ټاکنو د پایلو د اعلان او د جمهوریت د بریا مبارکي وویله.

مسلمیار وویل، د هېواد سیاسي قشر ته مو پیغام دا دی چې د شخصي ګټو پرځای د هېواد د ملي ګټو لپاره سره یوځای او ملي تفاهم ایجاد کړي.

هغه زیاته کړه، مشرانو جرګه د حکومت، نظام او سولې پروسې د ټینګ ملاتړ ترڅنګ هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.  

دغه راز د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې یې امریکایي مقاماتو سره په کتنو کې د سولې پروسې په اړه خپل تیاری او اندېښنې شریکې کړې او په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره د جمهور رئیس مشورتي غونډې هم ادامه لري.  

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking