ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلي: نړيوال دې ننداره پرېږدي په افغانستان کې دې د کړکېچ مخه ونيسي

خليلي: نړيوال دې ننداره پرېږدي په افغانستان کې دې د کړکېچ مخه ونيسي

author avatar
21 Feb 2020 - 15:11
خليلي: نړيوال دې ننداره پرېږدي په افغانستان کې دې د کړکېچ مخه ونيسي
author avatar
21 Feb 2020 - 15:11

کابل(پژواک،۲ کب ۹۸): "وحدت اسلامي" او "وحدت مردم افغانستان" ګوندونو د ميليوني لاريونونو د تر سره کېدو د ګواښ ترڅنګ وايي چې دوى ته د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې د منلو نه دي او پروړاندې به يې ودرېږي.

  دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ټولو معتبرو رایو د ۵۰.۶۴ سلنه په ترلاسه کولو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

 د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ (د ټولو معتبرو رایو د ۵۰،۶۴ سلنه) رایې، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱، (د ټولو معتبرو رایو۳۹،۵۲ سلنه) رایې او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ (د ټولو معتبرو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.

د اجراييه رياست دويم مرستيال او د وحدت مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق نن جمعه (د کب ٢مه) په کابل کې خپلو پلويانو ته د يوې غونډې پرمهال وويل : (( که قانون وي هغه چا چې تقلب کړى بايد محاکمه شي.))  

هغه زياته کړه چې ساختګي رايو ته يې د خلکو د رايې په نوم اعتبار ورکړى دى.

د محقق په خبره، چې د بايومټريک رايو په اساس د ثبات او همپالنې ټيم ګټونکى دى او هيڅکله به دغه ټيم تقلبي رايې ونه مني.

 ده زياته کړه: (( نن موږ هم د جنرال دوستم په ملاتړ چې تقلبي رايې نه مني ولاړ يو، زموږ خلک حوصله لري، خو که صحنې ته راشي بيا صحنه نه خوشې کوي.))

 جنرال عبدالرشید دوست په یوه پراخه غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو ته په غبرګون کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ له ثبات او همپالنې ټېم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغه زیاته کړه: «ما د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه مخکې خپل دریځ ښودلی و، ممکن کمېسیون دغه بیړنی کار  د پیسو او یا هم د دولت جوړونکي ټېم له خوا د څوکۍ ترلاسه کولو په بدل کې ترسره کړی وي، خو موږ هغه نه منو.»

 محقق وويل چې دولت جوړونکي ټيم د ملي امنيت مخکنى رييس معصوم ستانکزى دده کور ته ورلېږلى و او وړانديز يې وکړ چې دى دې د دوستم موقف نه  اعلانوي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.